لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو په کړکېچ د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډه


په ګرده کې نړۍ کې د کډوالو او بې کوره شوؤ خلکو په شمېره کې تاریخي اضافه شوې ده،
په ګرده کې نړۍ کې د کډوالو او بې کوره شوؤ خلکو په شمېره کې تاریخي اضافه شوې ده،

د ګردې نړۍ نه مشران د دوه نړیوالو چېلنجونو (په شام کې جګړه او د هغې له امله د کډوالو د راپېدا شوي کړکېچ) د هوارولو په موخه د ګل په ورځ نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرال اسمبلۍ په غونډه کې رایوځاې کیږي .


د امریکې صدر باراک اوباما د صدر په حېث په وروستي ځل دغه غونډه کې ګډون کوي دغه ډول د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر به هم دا وروستۍ غونډه وي .

نزدې د یوې لسیزې پورې د ملګرو ملتونو د مشر پاتې کېدو وروستو بان کې مون د دسمبر په ۳۱م نېټه دغه چوکۍ پرېږدي .

په ګرده کې نړۍ کې د کډوالو او بې کوره شوؤ خلکو په شمېره کې تاریخي اضافه شوې ده، د ښځو او ماشومانو په ګډون نزدې شپږنیم کروړه کسان د شخړو، قدرتي افتونو او انتهايي غربت له امله په خپلو کورونو پرېښودو مجبوره شوي دي .

د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو مشر د دغو کسانو په اړوند ځانګړې غونډه کوي او مقصد يې د دې ستونزې علتونه لټول او په راتلونکو دوه کلونو کې د کډوالو او ملک پرېښودونکو له سببه په نړۍ د اثراتو د مخې نیولو دپاره تګ لاره جوړول دي .

په وروستیو کې بان کې مون خبریالانو سره په خبرو کې ویلي ؤ (( زه هیله مند یم چې د ګل د ورځې په غونډه کې به د دغو زمه وارو ویشلو په اړوند تګ لاره جوړه کړی شو، د دې حل کول یواځې د یو ملک کار نه دی، دا ستونزه د ګردۍ نړۍ زمه وارۍ ته اړتیا لري)) .

ولې د دغه غونډې نه وړاندې ځينې غېر دولتي تنظیمونه وايي چې دا به ډېر موثر ثابت نه شي .

د بشري حقونو د نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل عمومي سیکتر سلیل سیټهي وايي (( ملګرو ملتونو وړاندې یوه منصوبه وړاندې کړې وه ولې یورپي یونین ، روس او چين د خپلو قامي ګټو په ترڅ کې د کډوالو حقونه قربان کړه او د دې نړیوال کړکېچ د هواري یوه غټه موقع يې د لاسه ورکړه)) .

ملګرو ملتونو چې وړومبۍ کومه منصوبه جوړه کړې وه په هغې کې ټولو حکومتونو ته ویل شوي وو چې هر کال به د ګډوالو لس فیصده برخه په خپل ملک کې ابادوي . ولې په دې عمل ونه کړی شو .

د نهې په ورځ به صدر اوباما د کېنېډا، ایتهوپیا، جرمني، اردن، میکسیکو او سويډن سره د کډوالو په کړکېچ باندې د یوې سر مشریزه غونډې کوربه توب کوي .

په ګرده نړۍ کې بې کوره شوؤ خلکو کې نزدې دوه کروړه کډوال دي . په دې غونډه کې به د کډوالو په اړوند وسایل سېوا کولو، د قانوني لارو چارو او د دوې د ابادولو په شمېره کې د اضافي سره دغو خلکو ته تعلیم ورکولو د لارې د روزګار د موقعې برابرولو پله توجه ساتلی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG