لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیواله ورورولي د کډوالو په اړوند زمه وارو ویشلو باندې موافقه شوې


د ګل، دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د لوړې سطحې غونډه کې غړو هېوادونو د پناه غو ښتونکو او وطن پرېښودونکو د حقونو د تحفظ او په نړیوال کچ باندې د مهاجرت په اړوند د خپلو زمه وارو په ویشلو موافقه شوي دي .
د ګل، دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د لوړې سطحې غونډه کې غړو هېوادونو د پناه غو ښتونکو او وطن پرېښودونکو د حقونو د تحفظ او په نړیوال کچ باندې د مهاجرت په اړوند د خپلو زمه وارو په ویشلو موافقه شوي دي .

نړیوالې ورورولۍ د کډوالو او پناه غوښتونکو په نړیوال کړکېچ د مبارزې دپاره د خپل غبرګون ښه کولو عزم څرګند کړی دی .

د ګل، دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د لوړې سطحې غونډه کې غړو هېوادونو د پناه غو ښتونکو او وطن پرېښودونکو د حقونو د تحفظ او په نړیوال کچ باندې د مهاجرت په اړوند د خپلو زمه وارو په ویشلو موافقه شوي دي .

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر بان کې مون غونډې ته په وینا کې ویلي دي (( پناه غوښتونکو او وطن پرېښودونکو ته دې داسې ونه کتل شي چې بوج دی، که چرته مونږ د دوې نه ګټه اخستل غواړو نو په دوې ډېر صلاحیتونه دي، مونږ له په هر حال کې د دې خلکو د بشري حقونو احترام کول دي)) .

په نړۍ کې د شخړو، تشدد، غریبۍ او قدرتي افتونو له سببه نزدې شپږنیم کروړه خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي .

نیویارک کې کېدونکې غونډې په اعلامیه کې د شخړو نه اغېزمن ملکونو د مرستې سېوا کولو، بې کوره شوؤ ماشومانو ته تعلیم ورکول، او د پناه غوښتونکو د ابادولو دپاره د مرستو سېوا کولو په خبره ټینګار شوی دی .

د حکومتونو هر کال ځان سره د لس فیصده کډوالو د ابادولو وړاندېز په دغه اعلامیه کې نه دی شامل کړی شوی او غېردولتي تنظیمونو په دې سختې نیوکې کړي دي .

هیومن رایټس واچ ویلي په اعلامیه کې (( هغه موقع د لاسه)) ورکړی شوې کومه چې د کډوالو د تحفظ پراخه کولو او نوؤ کلکو ګامونو دپاره ضروري وه)) .

نوبېل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم په دې د شک څرګندونه کړې چې دا غونډه به په ځانګري ډول د کډوالو ماشومانو په لړ کې د کوم کلک پرمختګ سبب وګرځي .

یو بیان کې ملالې ویلي (( په دې خبره دې دهوکه ونه خوړی شي څه چې نن مونږ په ملګرو ملتونو کې واورېدل، دې ته پام ګرځول پکار دي کوم څه چې مونږ نه دي اورېدلي، اعلامیه کې د کډوالو په اړه د کومې نوې ژمنې یادګېرنه نشته)) .

ملاله یوسفزۍ ویلي د کډوالو ماشومان (( ډېر په طمع ؤ او هغوې سېوا حقدار دي)) .

د ملګرو ملتونو زیات پام په دې دی چې د پناه غوښتونکو او وطن پرېښودونکو په اړوند دې امتیازي رویه او ویره لرې کړی شي ځکه چې ډېر ملکونه په دومره غټه کچه د کډوالۍ په سبب خپلې پولې تړي .

بل لور ته د نهې، سه شنبې په ورځ به د امريکې صدر باراک اوباما په دغه اړوند د یوې نړېوالې غونډې کوربه توب کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG