لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په الطاف حسېن دې د غدارۍ مقدمه وشي، سندهـ اسمبلۍ قرارداد


قرارداد کې د پاکستان د پارلمان، وسله وال پوځونو ، رسنیو او د ملک د ټولو جمهوري ادارو سره د یو والي څرګندونه شوې ده .
قرارداد کې د پاکستان د پارلمان، وسله وال پوځونو ، رسنیو او د ملک د ټولو جمهوري ادارو سره د یو والي څرګندونه شوې ده .

د پاکستان د سندهـ صوبې اسمبلۍ نن د شورو په ورځ په ګډه یو قرارداد منظور کړی چې پکې غوښتنه شوې د متحده قومي مومنټ (اېم کیواېم) د باني الطاف حسېن په ضد دې د غدارۍ مقدمه وکړی شي .

د سپیکر اغا سراج دراني په مشرۍ د سندهـ اسمبلۍ غونډه کې د اېم کیواېم ډلې د باني الطاف حسېن په ضد قرارداد د اېم کیواېم پاکستان، پاکستان پیپلزپارټۍ، مسلم لیګ فنګشنل او تحریک انصاف غړو پرله پسې وړاندې کړو او په ګډه منظور کړی شو .

قرارداد کې ویل شوي، دا اېوان د کراچۍ پريس کلب مخې ته چې د اېم کیواېم د نه خوړو هړتال ؤ او په دغه مهال د اګست د میاشتې په ۲۲م نېټه د پاکستان په ضد وهل شوې نعرې ، د لندن نه د اېم کیواېم باني الطاف حسېن د جنجالي او راپارؤنکې وینا، د پاکستان په اساس او امنیت باندې برید، او د ای ار وايي ټیلي ويژن چېنل په دفتر حمله په سختو ټکو کې غندي .

د قرارداد ترمخه دغه اېوان د هر ډول جرم، تشدد، ترهګرۍ ، پاکستان په ضد شعارونو او عملیاتو غندنه کوي ، او غوښتنه کوي چې د هغو اړونده کسانو په ضد دې د قانون او ائین ترمخه ارټیکل شپږم په سمدستي ډول په عمل کې راوستی شي .

قرارداد کې د پاکستان د پارلمان، وسله وال پوځونو ، رسنیو او د ملک د ټولو جمهوري ادارو سره د یو والي څرګندونه شوې ده .

د یادونې ده چې د اګست د میاشتې په ۲۲م نېټه الطاف حسېن د لندن نه د کراچۍ پریس کلب مخې ته ناستو د خپلې ډلې غړو ته په ټیلیفوني وینا کې پاکستان ته ترهګر، د نړۍ دپاره ناسور ملک ویلي او د پاکستان مرده باد نعرې يې لګولې وې او د هغې وروستو یې غړو ته د رسنیو په دفتر د ورتلو ویلي ؤ .

وروستو د اېم کېواېم غړي د ای ار وايي چېنل په دفتر ورختلي او په دغه مهال د اړي ګړي او ډزو په پېښو کې یو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي وو .

د هغې نه پس په کراچۍ کې د اېم کيواېم ډلې د مرکزي دفتر ناین زیرو ترڅنګ ګن شمېر نورې دفترې تړل شوي او ځینې نړول شوي دي .

فاروق ستار چې د دغه ډلې مشر غړی دی هغه د ډلې د نورو غړو سره په ګډه د الطاف حسېن د وینا نه او د لندن د پارټۍ نه د لاتعلقۍ اعلان کړی او ویلي يې ؤ دغه پارټي چې د متحده قومي مومنټ پاکستان په نوم جوړه ده اوس به د پاکستان نه چليږي او پرېکړې به یې هم دلته کيږي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG