لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب اسلامي له افغانانو بخښنه غوښتې، د امریکا د موافقې هرکلی


امریکا د افغان حکومت او حزب اسلامي دغه اقدام ستايلی چې د سیاسي خبرو د لارې د سولې موافقې ته ورسېدل .
امریکا د افغان حکومت او حزب اسلامي دغه اقدام ستايلی چې د سیاسي خبرو د لارې د سولې موافقې ته ورسېدل .

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې چې دافغان حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړې د دغه ډلې یو لوړ پوړي مشر قریب الرحمان سعید د افغانستان د خلکو او په ځانګړي له هغو کورنو بخښنه غوښتې چې د افغانستان په کورنو جګړو کې ورته مرګ ژوبله اوختې ده .

بل لور ته د امریکا د ملي امنیت د شورا (کونسل) ویاند نیډپرایسپه په یو بیان کې ویلي چې امریکا د افغان حکومت او حزب اسلامي دغه اقدام ستايي چې د سیاسي خبرو د لارې د سولې موافقې ته ورسېدل .

ښاغلي سعید امریکا غږ اشنا ریډیو سره خبرو کې ویلي، ( هر هغه تاوان چې ملت ته رسېدلی، زمونږ تاوان دی، که څوک شهيد شوی یا ژوبل شوی وي له هغوې څخه بخښنه غواړو) .

ښاغلي سعید وویلي "اسلامي حزب په دې باور دی چې یوه بین الافغاني خپلواکه محکمه باید جوړه شي او هغه کسانو چې جرم یې کړی که د حزب اسلامي وي او که له هر ډول او هر تنظیم څخه وي، له هرې خوا او هر قوم وي، د هر مذهب وي او افغانان وي باید هغه محکمې ته راوړل شي، پرې دعوه وکړي او محاکمه یې کړي."

په امریکايي بیان کې ویل شوي چې دغه موافقه څرګندوي چې افغان حکومت په هېواد کې د سولې او ثبات دپاره ژمن دی .

د بیان ترمخه چې د دغه موافقې تر ټولو زیاته ګټه به د افغانستان اولس ته ورسي .

دغه ډول زیاته کړی شوې ده چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي چې له امله يې وسله والې ډلې تشدد او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون او د مېرمنو حقونه ومني .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG