لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:دبې پيلوټه الوتکې بريد کې دداعش ١٥ جنګيالي وژل شوي


دغه بريد داچين پنډولا سيمه کې دحج څخه دراستون شوي يو تن په کور ترسره شوى دى اؤ وژل شوؤ کې دداعش يو مهم کمانډر قاري حمزه اؤ داچين دداعش محکمې مشر حاجي محمد هم وژل شوي دي.
دغه بريد داچين پنډولا سيمه کې دحج څخه دراستون شوي يو تن په کور ترسره شوى دى اؤ وژل شوؤ کې دداعش يو مهم کمانډر قاري حمزه اؤ داچين دداعش محکمې مشر حاجي محمد هم وژل شوي دي.

دننګرهار اچين ولسوالۍ کې تيره شپه دبې پيلوټه الوتکې يو بريد کې دتندروه ډلې داعش پينځلس جنګيالي وژل شوي دي.

دغه بريد داچين پنډولا سيمه کې دحج څخه دراستون شوي يو تن په کور ترسره شوى دى اؤ وژل شوؤ کې دداعش يو مهم کمانډر قاري حمزه اؤ داچين دداعش محکمې مشر حاجي محمد هم وژل شوي دي.

داچين امنيه قوماندان څارن محمد علي امريکا غږ ته ددغه پېښې په اړه ويلي دي چې دغه بريد کې ١٨ کسان وژل شوي چې پکې درې ولسي وګړي هم شامل دي، هغه داهم ويلي دي چې بريد کې درې ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

دميډيا ځينو راپورونو کې دولسي وګړو له خُلې وژل شوي او ژوبل شوي کسان ولسي وګړي ګرځول شوي دي.

دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان دننګرهار ولايت په ځينو برخو کې دداعش جنګيالي هم دتيرکال راهسې فعاله دي او هغوي دحکومتي ځواکونو او مقامي کليو په ضد ګڼ بريدونه ترسره کړي دي

دننګرهار دکوټ ولسوالۍ پشمول بيلا بيلو سيمو کې دتندروه ډلې داعش دله مينځه وړلو لپاره دافغان ځواکونو لخوا هم عمليات دوام لري خو دامريکا غږ ديو راپور ترمخه دسيمه ييزو قبايلي مشرانو وينا ده چې دکوټ او اچين ولسواليو په لرې پرتو سيمو داعش قبضه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG