لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امريکايي هوايي بريد ١٥ ولسي وګړي وژلي،ملګري ملتونه


 دغه بريد کې ١٣ نور کسان ژوبل شوي هم وؤ، افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندويه مشن(يوناما) ددغه پېښې دازادو پلټنو غوښتنه کړې ده.
دغه بريد کې ١٣ نور کسان ژوبل شوي هم وؤ، افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندويه مشن(يوناما) ددغه پېښې دازادو پلټنو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ويلي دي افغانستان کې دشورو په ورځ يو امريکايي ډرون بريد کې لږ ترلږه ١٥ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه بريد کې ١٣ نور کسان ژوبل شوي هم وؤ، افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندويه مشن(يوناما) ددغه پېښې دازادو پلټنو غوښتنه کړې ده.

دزيارت په ورځ دجاري شوي يو بيان ترمخه يوناما په حکومت، نړيوال امنيتي ځواکونو غږ کوي چې ددې پېښې فوري، ازادانه،بې پلوه،روڼ انده اؤ موثره پلټنې دې وکړى شي

دبيان ترمخه وژل شوي ټول سړي وؤ چې پکې طالب علمان، يو ښوونکى او دحکومت پلوه کورنو غړي شامل وؤ

امريکايي پوځ پخلى کړى چې هوايي بريد دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يو هدف په نخښه کړى او ويلي يې دي چې ددغه بريد هدف تندروه ډله داعش و، دامريکايي پوځ ترمخه دغه بريد کې دولسي وګړو دوژل کيدو په اړه معلومات راټولوي.

امريکايي ځواکونو يو بيان کې ويلي دي هغوي دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته دمرګ ژوبلې دنه اوښتو په اړه ممکن ګامونه اخلي او په دې اړه به افغان چارواکو سره کار دوامداره ساتي چې ايا دې لړ کې نورو پلټنو ته اړتيا شته.

ننګرهار کې دغه تازه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دسيمې قبايلي مشرانو اوس اوس خبردارى ورکړى و چې دداعش جنګيالي سيمې ته ورستانه شوي او بيرته يې پخپلو زړو سيمو قبضه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG