لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي دسارک غونډه ځنډول شوې


 دبيان ترمخه کله چې يو غړى هيواد خپلې دوه اړخيزه ستونزې دسيمه ييزې مرستې لپاره ګڼ اړخيزه فورم ته راوړي نو ددې سره دسارک دچارټر دروح خلاف ورزي کيږي.
دبيان ترمخه کله چې يو غړى هيواد خپلې دوه اړخيزه ستونزې دسيمه ييزې مرستې لپاره ګڼ اړخيزه فورم ته راوړي نو ددې سره دسارک دچارټر دروح خلاف ورزي کيږي.

پاکستان اعلان کړى دى چې دنومبر مياشت کې دجنوبي اسيايي هيوادونو دمشرانو کيدونکې غونډه به ځنډوي،پاکستان خپل ګاونډي رقيب هيواد هند دسيمه ييز مرستې دعمل پاټلۍ څخه په غورځولو تورنوي.

دغه ګام په داسې حال کې اخستل شوى چې داسلام اباد او نوي ډيلي ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) تاوتريخوالى سيوا شوى، نوى ډيلى تور لګوي چې دهغوي تر انتظام لاندې کشمير کې دهندي پوځ په مرکز بريد کې پاکستان لاس لري.

هند له دې وړاندې دپولې پورې غاړې (پاکستان) څخه دترهه ګرۍ دپېښو پسر دسيمه ييزې مرستې لپاره دجنوبي اسيا تنظيم(سارک) کې دګډون نه کولو پريکړه کړې وه،خو پاکستان دخپلې خاورې دنورو هيوادونو په ضد کارول کيدو څخه انکار کوي او په دې اړه دهند تورونه ردوي.

پاکستان ددغه غونډې مشري کوونکى و، اسلام اباد کې دخارجه وزارت څخه دجاري شوي بيان ترمخه دهند لخوا غونډه کې دګډون دنه کولو دپريکړې غندنه کوي.

دبيان ترمخه کله چې يو غړى هيواد خپلې دوه اړخيزه ستونزې دسيمه ييزې مرستې لپاره ګڼ اړخيزه فورم ته راوړي نو ددې سره دسارک دچارټر دروح خلاف ورزي کيږي.

ملګرو ملتونو دجمعې په ورځ ويلي دي چې ددوؤ اتومي ګاونډيانو ترمينځ تاوتريخوالي کې په اضافې سخته انديښنه لري.

نيويارک کې دجاري شوي يو بيان ترمخه سيکرټري جنرل بانکي مون په دواړو خواؤ زور راوړى چې دصبر څخه دې کار واخلي او په سمدستي توګه دې تاوتريخوالى راکم کړي

هند دوړاندې څخه په ډاګه کړې ده چې دپاکستان لخوا پخپله خاوره دترهه ګريزو ډلو دملاتړ کولو له امله به هغوي ددغه هيواد په سفارتي توګه ديوازې کولو هڅه کوي، هند وايي دغه ترهه ګريزې ډلې په ګاونډي هيوادونه بريدونه ترسره کوي.پاکستان کې دسارک غونډې څخه يو اړخ ته کيدل د هم ددغه هندي هلو ځلو برخه معلوميږي.

دسارک نورو دريوو غړو هيوادونو، افغانستان ، بنګله ديش او بهټان هم دهند په ملاتړ ددغه غونډې څخه ديو اړخ ته کيدو اعلان کړى.

دسارک ددوو لويو غړو هيوادونو دهند او پاکستان ترمينځ درقابت له وجې دغه تنظيم دغربت ځپلې سيمې دپېښو چيلنجونو مخنيوي کې يو موثره فورم نه ثابتيږي.

دپاکستان دخارجه دفتر څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې دهند لخوا دغونډې دپاټلۍ څخه دغورځولو پريکړه دوزيراعظم(نريندر مودي) لخوا سيمه کې دغربت په ضد دجګړې دغږ سره په تضاد کې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG