لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ایل اوسي باندې د پاکستان او هندي ځواکونو ترمنځ ډزې شوې

د پاکستان پوځي بیان کې ویل شوي دوې ګڼي چې د تېرې شپې په ډزو کې به هندي پوځ ته زیان اوختی وي .
د پاکستان پوځي بیان کې ویل شوي دوې ګڼي چې د تېرې شپې په ډزو کې به هندي پوځ ته زیان اوختی وي .

کشمیر کې په لاین اف کنټرول یا اېل او سي باندې د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ ډزې شوي دي .

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ایي اېس پي ار ویلي د پولې دحدبندۍ د پولې غاړې نه په جهمپ سیکټر باندې د ډزو سلسله د خالي په شپه ناوخته پېل شوې او تر سهار اته بجو پورې روانه وه .

د پوځي بیان ترمخه په دغه وخت کې د پاکستان پوځ د هندي پوځ په ځواب کې ډزې کړي دي ، ولې په تازه ډزو کې د اوختي زیان کوم خبر مخې ته نه دی راغلی .

د پاکستان پوځي بیان کې ویل شوي دوې ګڼي چې د تېرې شپې په ډزو کې به هندي پوځ ته زیان اوختی وي .

دوه ورځې وړاندې هم د هندي پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي وو .

هم په دغه ورځ هند په اېل او سي باندې د مبینه ترهګرو په ځالو د هدفي عملیاتو کولو ادعا کړې وه ولې پاکستان يې په کلکه رد کړی او ویلي يې ؤ چې هند په پوله ناتاره ډزې کړي دي .

د راپورونو ترمخه په دغو ډزو کې شپږ یا اته هندي عسکر وژل شوي ولې هند او نه پاکستان په اړه کوم سرکاري بیان ورکړی دی .

وروستو راپورونه خپاره شوي چې پاکستاني پوځ په پوله راوړېدلی يو هندي عسکر یې نیولی دی .

او د هند د کورنو چارو وزیر راجنات سنګهـ لخوا دا بیان مخې ته راغلی ؤ چې په لاین اف کنټرول پاکستاني پوځ کوم هندي عسکر نیولی د راخوشي کېدو دپاره به يې هڅې کولی شي .

ولې هندي وزیر دا نه دي ویلي چې عسکر یې کله نیول شوی او نه پاکستان په سرکاري توګه د دې پخلی کړی ؤ .

د پاکستان او هند اړیکې چې په وروستیو کې تاؤژنې شوي امریکا، ملګرو او روس په دواړو ملکونو غږ کړی چې دغه کشاله د خبرو د لارې هواره کړي .

See all News Updates of the Day

پاکستاني چارواکي: ايراني امنيتي ځواکونو د بلوچستان سره په پوله څلور پاکستانيان په ډزو وژلي

د ایراني چاراکو پدې اړ‎ہ کوم دریځ مخې ته ندی راغلی۔
د ایراني چاراکو پدې اړ‎ہ کوم دریځ مخې ته ندی راغلی۔

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي ایراني ځواکونو په بلوچستان کې څلور پاکستاني په ډزو وژلي، دوه یې نور ټپيان کړ‎ي۔

ایران لا د پېښې په اړه څه ندي ویلي۔
د بلوچستان د ضلع ماشکیل مرستیال کمیشنر صاحبزادہ اسفندیار ډیوہ ته وویل،

“د پاکستان بلوچستان صوبې سرحدي سیمه ماشکیل کې ایراني عسکرو ډزې کړ‎ي چې څلور تنه یې وژلي او دوہ یې ټپیان کړ‎ي. دا ځایي خلک دی، موږ‎ نور تحقیقات کوو”۔

د ماشکې د کمیشنر نعیم عمراني په وینا، “ د باچا رایې سیمې سره نزدې پر ډیزل وړ‎ونکي ګاډو ډزې کړي، وژل شوي او ټپيان د ماشکيل، نوشکي او خاران اوسېدونکي دي”۔

د لیویز چارواکو په وینا په وژل شویو کې شکور الله، اصغر علي،عبدالواسع، او د دلاور او ټپیانو پېژندگلو د ماه ګل او اختر په نومونو شوې ده.

ايمنېسټي انټرنيشنل: په نړۍ کې د مرګ سزاګانې تېره لسيزه کې بې ساری زياتې شوي

رپورټ وايي په کال 2023 کې 1153 د مرګ سزاګانې ورکړل شوي چې پکې د زرګونو په شمار هغه سزاګانې شامل نه دي چې په چين کې ورکړل شوي او دا کچه د کال 2022 په نسبت 30 فيصده سېوا ده.
رپورټ وايي په کال 2023 کې 1153 د مرګ سزاګانې ورکړل شوي چې پکې د زرګونو په شمار هغه سزاګانې شامل نه دي چې په چين کې ورکړل شوي او دا کچه د کال 2022 په نسبت 30 فيصده سېوا ده.

د بشري حقونو په اړه کار کونکې نړيوالې ادارې ايمنېسټي انټرنيشنل په کلني رپورټ کې ويلي په کال 2023 کې د نړۍ په کچه په ځينې هېوادونو کې د مرګ سزاګانې ورکول ډېر سېوا شوي چې ايران پکې په سر کې دی.

رپورټ دعوه کوي چين په نړۍ کې تر ټولو زياتې د مرګ سزاګانې ورکوي خو دا د رياست راز ګڼل کيږي او هيڅ تفصيل يې نورې نړۍ ته په لاس نه ورځي.

البته د چين سرکاري غبرګون د ياد رپورټ په حقله لا مخې ته نه دی راغلی.

په رپورټ کې د افغان طالبانو لخوا په بيلا بيلو جرمونو کې خلکو ته د مرگ د سزاگانو ورکولو ذکر شوی دی.

رپورټ وايي په کال 2023 کې 1153 د مرګ سزاګانې ورکړل شوي چې پکې د زرګونو په شمار هغه سزاګانې شامل نه دي چې په چين کې ورکړل شوي او دا کچه د کال 2022 په نسبت 30 فيصده سېوا ده.

ايمنېسټي انټرنيشنل وايي د کال 2015 راهسې دا تر ټولو لوړه کچه ده چې په دومره شمار کې سزاګانې ورکړل شوي. په ياد کال کې 1634 سزاګانې ورکړل شوې وې.

د دې سېواوالي باوجود د هغه هېوادونو چې د مرګ سزاګانې ورکوي شمار راکم شوی.

د يادې ادارې سيکرټري جنرل ايګنېس کيلامرډ وايي “د مرګ سزاګانې تر ټولو زياتې ايران ورکړي. ايراني چارواکو د بشري ژوند او احترام هيڅ قدر نه دی کړی او د نشيي توکو په سر يې د مرګ سزاګانې ورکړي او په ايران کې د لږکيو او غربت وهلو ټولنو خلکو ته داسې د زياتي ډکې سزاګانې ورکولی شي”.

ايګنېس وايي “سره د ناکامۍ چې مونږ دې کال ورسره مخ وو، په خاصه توګه په منځني ختيځ کې، هغه هېوادونه چې د مرګ سزاګانې ورکوي په زياتېدونکې کچه يوازې کيږي. د دې بوږنونکې سزا خلاف زمونږ مبارزه رنګ راوړي. مونږ به تر هغه لګيا يو تر څو د مرګ سزا ته د پايې ټکی کېږدو”.

تېر کال په پينځه هېوادونو کې چې تر ټولو زياتې د مرګ سزاګانې يې ورکړي کې چين، ايران، سعودي عرب، سوماليه او امريکا شامل دي. ايران يوازې د دې سزاګانو 74 فيصده برخه لري، بيا پسې سعودي عرب دی چې نزدې 15 فيصده برخه يې ده.

سوماليه او امريکا په کال 2023 کې د مرګ ډېرې سزاګانې ورکړي. په نړيواله کچه تېر کال 2428 د مرګ سزاګانې اورول شوي چې 20 فيصده سېواوالی ښيي.

په ايران کې چارواکو په واک د موټي کلکولو او په خلکو کې د ويرې خورولو د پاره په ټول هېواد کې د مرګ سزاګانې ورکول زيات کړي او کم نه کم 853 خلک يې اعدام کړي چې د کال 2022 د 576 سزاګانو په نسبت 48 فيصده سېوا دي.

د ايران سزاګانو بلوچ لږکۍ ابادي ډېره اغېزمنه کړې او د ټولو سزاګانو 20 فيصده د دوی په برخه شوي چې د هېواد د ټولې ابادۍ پينځه فيصده ابادي لري. په سزا موندونکو کې کم نه کم 24 ښځې دي او پينځه داسې تنه دي چې د جرم کولو په وخت يې عمرونه د ماشومتوب وو.

په ايران کې کم نه کم 545 د مرګ غير قانوني سزاګانې داسې ورکړل شوي چې جرمونه يې په نړيوال قانون کې د مرګ د سزا جوګه نه دي لکه د نشيي توکو په سر، غلا کول او لا د جاسوسۍ په سر چې ورکړل شوي.

د نشيي توکو په سر د مرګ سزا ورکولو شمار زيات شوی او د ټولو سزاګانو 56 فيصده ته رسېدلی چې د کال 2022 د 255 سزاګانو په نسبت پکې 89 فيصده سېواوالی راغلی.

په امريکا او افريقايي منطقه کې هم ناکامي ليدل کيږي چې د مرګ د سزاګانو ورکولو شمار زيات شوی. په امريکا کې تېر کال د وړم کال د اتلس سزاګانو په مقابل کې 24 تنو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

په ايډاهو او ټېنسي کې قانون منظورېدو ته وړاندې شوی چې وژل دې په ډزو وکړل شي خو د مونټانه ايالتي اسمبلۍ وړانديز کړی چې په اينجېکشن کې دې د زهرو مقدار سېوا کړل شي او د دې لارې دې سزاګانې ورکول کيږي.

په سويلي کيرولاينا کې نوی قانون جوړ شوی چې د هغه تنانو او محکمو پېژندګلو دې پټه وساتل شي چې د مرګ د سزاګانو په انتظام او عملي کولو کې لاس لري.

رپورټ وايي د امريکا د يو شمېر ايالتونو رويه د مرګ سزا ورکولو ته بوږنونکې ده لکه څنګه چې د البامه ايالت د کينېت سمېت په سزا کې مظاهره وکړه.

ايګنېس کيلامرډ په ولسمشر جو بايډن غږ وکړو “ولسمشر دې د فيډرل حکومت لخوا د مرګ سزا ختمولو خپله ژمنه پوره کول نور نه ځنډوي”.

عدالت ته د دفاع او استخباراتي چارواکو له بلل کېدو وروسته د شاعر احمد فرهاد ګرفتاري ښکاره کړل شوې

د اسلام اباد څخه بې درکه شوي شاعر احمد فرهاد پرضد مقدمه درج شوې او ګرفتاري يې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې ښکاره کړل شوې ده، دا ‏وروسته له هغې چې اسلام اباد هايکورټ په ‏‎24‎مه مې د شاعر په جبري توګه بې درکۍ قضيې اورېدنه کې د دفاع او استخباراتي ادارو چارواکي نن عدالت ‏ته بللي وو.‏

نن د يادې قضيې بيا اورېدنه شوې او اټارني جنرل منصور عثمان اعوان عدالت ته ويلي، احمد فرهاد نيول شوی او د پوليس په حراست کې دی.‏

د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس محسن اختر کیاني د قضيې اورېدنه کړې، او عدالت ته د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر د دهيرکوټ پوليس تاڼې ‏رپورټ وړاندې کړل شوی دی.‏

شاعر احمد فرهاد د مي په 17مه اسلام اباد کې د شپې د خپل کور د درشل څخه ناڅرګنده کسانو تښتولی وو او د هغه د لا درکۍ مقدمه بيا د اسلام اباد په ‏لوي بهير تاڼه کې درج کړل شوې وه.‏

د لا درکه شاعر احمد فرهاد ښځې په تېره اورېدنه کې ډیوه سره خبرو کې ويلي وو، مېړه به یې تل د لا درکه تنانو په حق کې اواز پورته کولو او هم د دې له ‏کبله هغه په خپله هم د جبري بې درکۍ ښکار شو.‏

د رپورټونو ترمخه، جسټس محسن اختر کیاني په نننۍ اورېدنه کې ويلي، د ايجنسيانو (استخباراتي ادارو) سره یې هیڅ دوښمني نشته، "مونږ يواځې دا ‏وايو چې د قانون ترمخه دې کار وکړل شي".‏

نوموړي جج زياته کړې، "مونږ ځينې پوښتنې کړې وې د هغې ځواب تراوسه نه دی ورکړل شوی، مونږ د بنيادي حقونو د ساتنې سوګند کړی دی".‏

د احمد فرهاد پرضد درج کړل شوې مقدمه باندې نننۍ نېټه ‏‎29‎م مې ليک ده، او مقدمه د دهيرکوټ په تاڼه کې درج کړل شوې ده.‏

په مقدمه کې ویل شوی، نن یې په کوهاله پُل يو ګاډی ودرولی، "د ګاډي د ډرايور نه یې شناختي کارډ غوښتی او بيا په ګاډي کې شاته ناست تن د پوليس ‏اهلکارو سره بدتميزې کړې او خبرې اړولي دي چې تاسو تلاشي نه شئ کولی".‏

ويل شوي، دغه بيا خپل نوم سيد فرهاد علي شاه ويلی، چې "د پېنډۍ اسلام اباد نه خپل پلارني کور باغ ته روان دی، هغه په کار سرکار کې مزاحمت کړی ‏او جرم یې کړی دی".‏

د رپورټونو ترمخه د احمد فرهاد وکیلې (قانون پوهه) ايمان مزاري ویلي، د فرهاد کورنۍ د پاکستان د انتظام لاندې کشمير مظفر اباد ته ځي او چې د هغه ‏سره وويني نور احوال به ورسره شريکوي.‏

د شاعر احمد فرهاد د بې درکۍ پرضد په اسلام اباد کې احتجاج شوی دی.‏

د احتجاج ګډون وال تابس فاروق سدوزي وي او اې ډيوه ته ویلي، "زمونږ مطالبات د هغو خلکو نه دي چې خلک په جبري توګه بې درکه کوي چې په (نا ‏معلومو) پيژندل کيږي. د احمد فرهاد څه ګناه ده؟ هغه خو يا شاعر دی، تاسو په دې خلک بې درکه کوئ چې د هغوی غږونه غلي کړئ ؟، تاسو څه پيغام ‏ورکول غواړئ د کشمیر خلکو ته؟ دا چې کشميريان په پاکستان کې غېر محفوظ دي؟".‏

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د بې درکيو لړۍ د کلونو راهسې روانه ده او د بې درکه بلوچانو او پښتو د کورنیو غړي او د بشري حقونو ډلې د ‏خلکو په جبري توګه د بې درکيو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه بيا بيا ردوي.‏

‏(په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبریال وقار احمد شريک کړي دي).‏

پاکستان کې د ځمکو کاروباري ملک رياض وایي، "وعده معاف ګواه نه جوړېږم، څومره ظلم کوئ ویې کړئ"‏

پاکستان کې د ځمکو ياد کاروباري تن ملک رياض حسېن ويلي، "وعده معاف ګواه به نه جوړيږم که څومره ظلم کوئ ویې کړئ". ملک ریاض د القادر ټرسټ ‏او ‏‎190‎‏ ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.‏

وعده معاف ګواه هغه چاته وایي چې د چا خلاف په کومه مقدمه کې د ګواهۍ ورکولو، سهولت کار جوړېدلو یا د بشپړ حقیقت بیانولو لپاره د ده د بخښنې ژمنه ورسره وشي او وروسته د ده جرم وبخښل شي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د راولپنډۍ د احتساب عدالت د القادر ټرسټ د ‏‎190‎‏ ملينه پاونډونو په مقدمه کې په پخواني وزيراعظم او د ‏تحریک انصاف ګوند په مشر عمران ‏خان او د هغه په مېرمن بشرا بي بي فرد جرم یا رسمي تور لګولی وو.‏

د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد رانا دغه فرد جرم لګولی، خو تورنو/ ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) د صحت ‏جرم نه انکار کړی وو.‏

ملک رياض په اېکس (پخواني ټویټر) تفصيلي پوسټ کې ويلي، "تېره شپه په راولپنډۍ کې یې د بحریه ټاون په دفترو سرکاري مشينرۍ بغېر د کوم قانوني ‏اختيار چاپې وهلي دي، د کوم سیاسي واک مبارزه کې د فریق نه جوړېدو د اعلان نه وروسته، زه د ظلم وستم ښکار يم، زه د بحريه ټاون ضد اقداماتو ‏غندنه کوم".‏

ملک ریاض په اېکس يوه ويډيو هم پوسټ کړې او دعوه یې کړې، "د څو ساعتونو پورې یې په دفترونو چاپې روانې وې، دفترونه یې مات کړل شوي، عمله ‏یې ځورول شوې او تښتول شوې ده، دفتري ريکارډ، کمپيوټرې او نقدي ترې وړل شوې ده".‏

هغه تور لګولی، "تېره میاشت د بحریه ټاون د ګڼو جايدادونو او اکاونټونو ضبط کولو وروسته، دا چاپې د خپلې سياسي ايجنډې او په بحریه ټاون د فشار ‏اچولو دپاره د رياستي ادارو لخوا د بې مهاره بدمعاشۍ عکاسي کوي". ‏

نوموړي ویلي، "د کوم طاقت په لوبه کې به ونه کاريږي، د وزيراعظم، وزيراعلا پنجاب، وزارت داخله، نېب او اېف آی اې د مشرانو نه د بحریه ټاون د عملې ‏په سمدستي توګه د خوشي کولو غوښتنه کوي".‏

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر زلفي بخاري په اېکس پوسټ کې دعوه کړې، "دا وخت د ملک ریاض سره ځکه داسې کیږي چې هغه د عمران خان ‏خلاف بيان ورکولو نه انکار کوي".‏

د پاکستان ادارو په رسمي توګه د ملک رياض تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلي، خو د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ بي بي سي ته ويلي، زه نه ګڼم چې په ‏ملک رياض کوم فشار دی هغه په يوه قضيه کې ملزم/ تورن دی، فشار په هغه چا اچول کيږي چې د مقدمې د کارروايۍ برخه وي، که هغه د وعده معاف ‏ګواه جوړېدو دپاره د فشار خبره کوي نو په عدالتونو کې ولې نه پېش کيږي".‏

پاکستان کې د ملک ریاض په اړه داسې دعوې کيږي، چې هغه يو داسې بااثره کاروباري تن دی چې په يو وخت د سياستوالو او اسټبلشمنټ سره اړيکې او ‏سياسي چارو کې لاس لري.‏

درې ورځې وړاندې نوموړي په اېکس يو بل پوسټ کې دعوه کړې وه، "د يو کال نه د زياتې مودې راهسې په ما د جوړ جاړي دپاره فشار اچول کيږي، خو زه ‏به کله هم چاته اجازت ور نه کړم چې د سياسي مقاصدو دپاره مې وکاروي".‏

د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟

پاکستان کې د پي ډي اېم تېر اتحادي حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره ‏یې د پاکستان ‏دنننه د ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې یې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.‏

القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.‏

عمران خان ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا ‏چندې نه ده ‏بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه وه.‏

د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ ‏دغه ‏پېسې‎ ‎‏(‏‎190‎‏ ملينه پاونډونه) د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه

ويل شوي وو، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 ‏اربو ‏روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.‏

د عمران خان ضد د عدت مقدمه کې فېصله نه ده اورول شوې، هايکورټ ته لېږل شوې

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ضد د عدت په مقدمه کې د اورول شوو سزاګانو خلاف اپيلونو باندې فېصله نن نه ده ‏اورول شوې، او قضيه هايکورټ ته لېږل شوې ده.‏

د رپورټونو ترمخه، د اسلام اباد سېشن جج شاه رخ ارجمند به نن د عدت په قضيه کې د عمران خان او بشرا بي بي د سزاګانو ضد اپيلونو باندې فېصله ‏اوروله.‏

د پي ټي آی ګوند مشر بېرسټر ګوهر تور لګولی، چې د فېصلې نه اورول کېدو دپاره په جج فشار اچول شوی دی.‏

له دې وړاندې ويل شوي، د اورېدنې په وخت د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا په جج شارخ ارجمند باندې د باور د نشتوالي څرګندونه کړې او په ‏عدالت کې د عمران خان د پلوي وکيلانو او خاور مانيکا ترمنځ خبرې اړول شوي او عدالت کې دننه ګډوډی او شور شوی دی، له دغې وروسته بيا جج د ‏فېصلې اورولو بغېر د عدالت څخه پاڅېدلی وو.‏

ورووسته نوموړي جج هايکورټ ته خط ليکلی او ویلي يې دي، اعتراضونه پرې کيږي ځکه هغه فېصله اورول مناسب نه ګڼي.‏

د روان کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته عدالت د عدت دوران کې د نکاح کولو په جرم کې د 7، 7 کالو د بند سزا اورولې ‏وه، ‏بيا د دغو سزاګانو پرضد خواستونه شوي وو.‏

سيشن جج شارخ ارجمند هايکورټ ته په ليکلي خط کې ويلي، خاور مانيکا پرې په خلاص عدالت کې د بې باورۍ اظهار کړی دی، او زياته کړې یې ده، ‏شکايت کوونکي او وکیل یې تل څه نا څه بهانه جوړه کړې او د اورېدنې وروسته کولو هڅه یې کړې ده.‏

بېرسټر ګوهر د عدالت نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، نن سهار د قضيې فېصله اورول وو، خو په عدالت کې سرکاري وکيل نه وو او خاور مانيکا د ‏عدالت ضد ناوړه توري کارولي دي.‏

د خاور مانیکا لخوا په دغه اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.‏

د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د تېر کال نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو چې د عمران خان او ‏بشرا بي ‏بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.‏

د عدت په وخت نکاح قضيه کې د سزاګانو د فېصلې اورول کېدو وروسته د فرورۍ په میاشت کې عمران خان ویلي وو، په ده باندې په عدت کې د نکاح ‏کولو قضیه د ده د سپکاوي یا ذلیله کولو لپاره جوړه کړل شوې ده او په دې مقدمه کې په بشپړ ډول هڅه شوې ده چې دی ذلیله کړل شي.‏

عدت څه ته وايي؟

قانون پوهان وايي، عدت دوه ډوله وي، "يو عدت د ښځې او خاوند د طلاق او خلعې نه وروسته وي، بل عدت د ښځې د خاوند د مړينې وروسته وي، د دې ‏خپله خپله موده ټاکل شوې ده".‏

د قانون پوهانو په خبره، د پاکستان د عايلي يا کورنيو معاملاتو د قانون ترمخه، "د خاوند د مړینې نه وروسته د عدت موده څلور میاشتې او لس ورځې ده ‏او د طلاق او خلعې په صورت کې د عدت وخت درې میاشتې يا 90 ورځې دی"، او "د دواړو ډوله عدت په وخت کې ښځه د هیچا سره د نکاح په صورت کې ‏راشه درشه نه شي کولی دا قانوني او شرعي دواړه حکمونه دي".‏

قانون پوهان وايي، "د عايلي قوانينو د 90 ورځو پوره کېدو وروسته چې طلاق ډګري يا پوخ وشي هغه بيا متعلقه يونين کونسل ته د تاييد دپاره ولېږل شي ‏او د هلته نه یې تاييد کيږي، او د عدت 90 ورځو کې نکاح ځکه نه شي کېدی وجه یې د ښځې او د هغې د نسل سره جوړيږي".‏

پوهان وايي په دې کې د وراثت مسله راځي، "د درېو میاشتو نه پس که ښځه واده وکړي يا څلورو میاشتو او لسو ورځو نه وروسته کوم ماشوم زيږوي، نو ‏هغه به معلوم وي چې هغه د کوم خاوند نه وو ځکه دغه کار ته د قانوني بڼې ورکولو دپاره د عدت وخت ټاکل شوی دی د وراثت مسله پکې راځي".‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG