لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د کندوز له مرکزي برخو نه ویستل شوي


کندوز کې د دوشنبې/ګل د ورځې نه روانو نښتو کې تراوسه د اوختو تلفاتو کره معلومات مخې ته نه دي راغلي .
کندوز کې د دوشنبې/ګل د ورځې نه روانو نښتو کې تراوسه د اوختو تلفاتو کره معلومات مخې ته نه دي راغلي .

افغان امنیتي چارواکو ویلي چې تیره شپه کندوز ښار ته ځانګړي افغان ځواکونه رسیدلي او د ښار د مرکزي چوک نه یې وسله وال طالبان په شام تمبولي دي .

افغان امنیتي چارواکو ویلي چې تیره شپه کندوز ښار ته ځانګړي افغان ځواکونه رسیدلي او د ښار د مرکزي چوک نه یې وسله وال طالبان په شام تمبولي دي .

ولې د کندوز ښار اوسېدونکو ویلي چې طالبان اوس هم لا په ښار د ځينو برخو کې موجود دي او افغان ځواکونو سره په جګړه دي . او وسله وال په ځيني ځایونو کې د خلکو کورونو ته ورغلي او سنګرونه يې ترې جوړ کړي دي .

کندوز کې د دوشنبې/ګل د ورځې نه روانو نښتو کې تراوسه د اوختو تلفاتو کره معلومات مخې ته نه دي راغلي .

بل لور ته په افغانستان کې بهرنو ځواکونو ویلي چې کندوز د افغان ځواکون په لاس کې دی، په ټویټر خپور کړي بیان کې یې ویلي چې تیره شپه کندوز ته د ځواکونو تازه دستې رسېدلي دي .

بیان کې ویل شوي چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ او مشورو دپاره تیار دی او په ضرورت پېښېدو يې ځواکونه چمتو دي .

طالبانو د دوشنبې په سهار کندوز ښار باندې د څلورو اړخونو نه بريدونه کړي او وروستو داسې خبرونه راغلي چې د کندوز د مرکز ترڅنګ زیاتره برخې وسله والو طالبانو ونیولې .

تیره ورځ په بغلان کې هم د طالب وسله والو لخوا په افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتې وروستو د بغلان ـ مزارشریف لاره تړل شوې وه، چارواکي وايي دغه لار اوس پرانستل شوې ده . او په نښتو کې لس طالب وسله وال وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG