لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خپل حق اخستو دپاره ګریوان شلولو ته تیار یُو، اسفنديار


 د ای اېن پي ګوند لخوا غټې احتجاجي مظاهرې په صوابۍ، کراچۍ او اسلام اباد کې راجوړې شوې وې .
 د ای اېن پي ګوند لخوا غټې احتجاجي مظاهرې په صوابۍ، کراچۍ او اسلام اباد کې راجوړې شوې وې .

د پښتون قام پرسته ډلې عوامي نشنل (ای اېن پي) ګوند لخوا نن د هيواد په بيلا بيلو برخو کې د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ کې پښتنو ته د حق نه ورکول کېدو په ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي .

د ای اېن پي ګوند لخوا غټې احتجاجي مظاهرې په صوابۍ، راچۍ او اسلام اباد کې راجوړې شوې وې .

په صوابۍ کې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان احتجاجي مظاهرې ته په وينا کې ويل چې دوې د پاک چائينه اقتصادي راهدارۍ پرضد نه دي خو که چرته پښتنو ته پکې خپل حق ورنه کړل شونو مخه به يي نيسي .

اسفنديار ولي خان وویل دا خبره ښکاره شوه چې د راهدارۍ ټولې ګټې پنجاب ته روانې دي او که مونږ ته چا خپل حق رانه کړو نه په زرو به يي اخلو، " آ د ولي خان خبره که په رضا يي حق نه راکړو، لاس تاوؤ ګريوان شلوؤ خو خپل حق به ترې غواړو.

د ای اېن پي مشر زياته کړه چې کوريډور کې د خپل اولس برخه غواړي او ددې حق ترلاسه کېدو دپاره هرې ستړې ته تیار دی .

نوموړي په وزير اعظم نوازشريف هم ټکونه وکړل او وې ويل چي نوازشریف يو ځل وړاندي هم مونږ سره کړې وعده وفا نه کړه، حکومت یې نسکور شواو سعودي عرب ته جلا وطن شو. اواوس يو ځل بيا پښتنو سره وعده خلافي کوي .

په دغې غونډه کې چې د پښتونخوا اولسي تحريک مشر سيد عالم محسود هم ګډون درلود، ډيوه ريډيو سره خبرو کې یې وويل چې د دې منصوبې مغربي لارې د پاره يوه روپۍ هم نه ده ايخودل شوې او تر څو چې ټول پښتانه مشران نه وي رايوځای شوي خپل حق نه شي تر لاسه کولی .

"پنجاب کې په دې منصوبه ډير کار شوی دی په احتجاجونو او جلسو به پښتنو ته خپل حق اوس ميلاؤ نه شي، دې د پاره به قامي پاڅون پکاروي"

په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د سندهـ څانګې مشر سینیټر شاهي سید د پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل مونږ د دغه اقتصادي راهدارۍ په ضد نه یُو، بلکې مونږ پکې د وړو صوبو د حق غوښتنه کوؤ .

هغه وویل پنجاب صوبه دې په ملک کې د خپلې مشرۍ حق ادا کړي د وړو صوبو حق دې نه تروړي، او په دې توګه دې ملک یو ځاې وساتي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG