لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تُندلارو په ضد عملیات یا په نړیوال کچ يواځې والی


د امریکې په اړوند سیکرټري خارجه ویلي چې دوه اړخیزه اړیکې خرابې شوي او نورې پسې خرابیږي ځکه چې امریکا د پاکستان نه د حقاني شبکې په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي .
د امریکې په اړوند سیکرټري خارجه ویلي چې دوه اړخیزه اړیکې خرابې شوي او نورې پسې خرابیږي ځکه چې امریکا د پاکستان نه د حقاني شبکې په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي .

د پاکستان سیاسي حکومت پوځي مشرتابه ته خبر ورکړی چې پاکستان په نړیوال کچ په تُندۍ سره یواځې کېدو پله روان دی . او د ریاست لخوا يې په ځینو مهمو چارو د موافقې هڅه کړې ده .

د انګرېزې ژبې ډان ورځپاڼې نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپل یو ځانګړي راپور کې ویلي چې د ګل/دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ترسره شوې ټول ګوندیزې غونډې په مهال یوه پټه لیدنه کې په دوه خبرو اتفاق شوی دی .

یوه دا چې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرال رضوان اختر به د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه سره په ګډه د څلورو واړو صوبو سفر کوي، اپيکس کمیټیانو او د ايي اېس ايي سیکټر کمانډرانو ته به پېغام ورکوي .

دغه پېغام به دا وي (( د پوځ د انتظام لاندې کارکوؤنکې خفیه ایجنسۍ به د قانون پلي کوؤنکو ادارو لخوا د لاقانونه ګرځول شوؤ تُندروه تنظیمونو او هغو ډلو په ضد عملیاتو کې کار نه ساتي کومې چې تراوسه د غېر پوځي ادارو د لاسه بهر ګڼل کيږي)) .

راپور وايي د ايي اېس ايي مشر رضوان اختر په دغه لړ کې د لاهور د سفر نه پېل کړی دی .

دویمه خبره (( وزیراعظم هدایات ورکړي چې د پټهان کوټ برید پلټنې کومې نتیجې ته د رسېدو دپاره دې نوي ګامونه پورته کړی شي او د ممبۍ حمله کېس په اړوند مقدمې دې د پېنډۍ د ترهګرۍ په ضد عدالت کې بیا پېل کړی شي)) .

راپور وايي دا پرېکړې د پنجاب صوبې د اعلی وزیر شهباز شریف او د ايي اېس ايي د مشر ترمنځ د خبرو اړولو وروستو شوي دي .

راپور کې ویل شوي دغه خبرې د غونډې ځینې ګډون والو کړي خو د ځان ښکاره کولو يې ډډه کړې ده او دوې چې کومې خبرې کړي د اړونده کسانو نه يې پخلی نه دی شوی .

د سه شنبې په ورځ ټول ګوندیز کانفرنس کې سکرټري خارجه اعزاز چوهدري وزیراعظم هاؤس کې پوځې او غېرپوځي مشرتابه ته یو ځانګړی احوال تېر کړی ؤ .

د دغه غونډې مشري نوازشریف کوله چې پکې د کابينې ترڅنګ د صوبې چارواکي هم موجود وو او د پوځ استازیتوب د ايي اېس ايي مشر رضوان اختر کولو .

سکرټري خارجه د پاکستان لخوا د تازه سفارتي هڅو د نتیجو خلاصه وړاندې کړه او او وې ویل چې پاکستان په نړیوال کچ د سفارتي یواځي والي سره مخ دی او د پاکستان د حکومت دریز ته د نړۍ غټ قوتونه په بل نظر ګوري .

د امریکې په اړوند سیکرټري خارجه ویلي چې دوه اړخیزه اړیکې خرابې شوي او نورې پسې خرابیږي ځکه چې امریکا د پاکستان نه د حقاني شبکې په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي .

د هند په اړوند نوموړي ویلي د پټهان کوټ د برید د پلټنو او جېش محمد په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي .

نوموړي زیاته کړې چين د پاکستان مرستې دوامداره ساتلو ژمنه کړې خو په ترجیحاتو کې يې د بدلون اشاره هم ورکړې ده . هغه ویلي په خصوصي توګه چې کله چين د جېش محمد مشر مسعود اظهر باندې د ملګرو ملتونو د بندېز په ضد تکنیکي اعتراض په ځاې ساتلو خوښي څرګنده کړه نو ورسره یې دا پوښتنه هم وکړه چې بیابیا د داسې کولو منطق څه دی .

راپور لیکي چې د سیکرټري خارجه د احوال تېرولو وروستو ډي جي ايي اېس ايي او نورو سِول چارواکو ترمنځ خبرې اړول شوي دي .

او د احوال تیرېدو وروستو رضوان اختر تپوس کړی چې پاکستان په نړیوال کچ د یواځې کېدو نه د ژغورلو دپاره څه کول پکار دي؟

اعزاز چوهدري ورته په ځواب کې ویلي نړیواله ورورولي د جېش محمد، مسعوداظهر، حافظ سعيد، لشکر طیبه او حقاني شبکې په ضد د عملیاتو کولو غوښتنه کوي .

ځواب کې د ايي اېس ايي مشر ویلي حکومت له پکار ده چې څوک ضروري ګڼي هغه دې ونیسي ولې دا نه ده څرګنده چې نوموړي دغه خبره د یادو شوؤ کسانو او ډلو په اړوند کړې یا د عامو لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو .

د راپور ترمخه د پنجاب وزیراعلی په عېن موقع رضوان اختر ته په مخاطب کولو ویلي چې سِول یا غېرپوځي ادارې د دغو ډلو په ضد عملیاتو کوي نو استخباراتي ادارې يې د پردې په شا د خلاصولو هڅې کوي .

راپور وايي د شهبازشریف په دغه خبره د غونډې ګډون وال ګوته په خله شو ولې وزیراعظم رضوان اختر ته په مخاطب کولو سره وویل چې په تیر وخت کې څه شوي هغه ریاستي پالیسۍ وې او د ايي اېس ايي مشر د تازه حالاتو زمه وار نه شي ګرځول کېدی .

د راپور ترمخه د غونډې ځينې ګډون وال ګڼي چې د سیکرټري خارجه احوال تیرول او د شهبازشریف مداخلت د وزیراعظم لخوا جوړه منصوبه وه، د دې دپاره چې پوځ عملیاتو کولو ته تیار کړی شي .

له دې وړاندې د ايي اېس ايي مشر غونډې ته ویلي د پوځ پالیسي ده چې د تُندلارو ډلو ترمنځ توپیر ونه کړي . ولې نوموړي د تُندروه ډلو په ضد د عملیاتو په اړوند اندېښنه څرګند کړې او ویلي يې دي چې د دې نه دا تاثر تلل نه دي پکار چې دا د هند په فشار کيږي او مونږ د کشمیر نه د لاتعلقۍ څرګندونه کوؤ .

راپور وايي د وزیراعظم په هدایاتو رضوان اختر رضا شوی او پېغام به یې نورو چارواکو ته رسوي .

ځينې حکومتي چارواکي وايي په غونډه کې د پوځي او سِول چارواکو ترمنځ خبرې اړول د وزیراعظم د لوړې پاې جواري وه او هغه دا د نړیوال فشار د مخې نیولو دپاره وکړل .

له دې نه علاوه وزیراعظم د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف سره په ځانله لیدنو کې دریز خپل کړی که پالیسي د موجوده حالاتو ترمخه بدل نه کړی شوه نو پاکستان په حقیقت کې د یواځې والي ښکار کېدی شي .

ولې حکومتي چارواکي په دې خبره ویشلي دي چې د نوازشریف دغه جواري به کامیابه شي او کنه؟

یو چارواکي د ايي اېس ايي د مشر په اړوند ویلي دوې تل دغه ډول خبرې اورېدلي خو کتل به دا وي چې داسي کيږي هم که نا؟ او یو بل دولتي چارواکي ویلي د دغو اقداماتو کېدو یا نه کېدودپاره به د نومبر د میاشتې پورې انتظار کول وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG