لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکايي کمانډر جنرال نکلسن دلشکرګاه دوره


Pasukan Rusia berbaris di Lapangan Merah di Moskow, Rusia, dalam sebuah parade militer untuk merayakan Hari Kemenangan ke-74 sejak diraihnya kemenangan pada Perang Dunia II.
Pasukan Rusia berbaris di Lapangan Merah di Moskow, Rusia, dalam sebuah parade militer untuk merayakan Hari Kemenangan ke-74 sejak diraihnya kemenangan pada Perang Dunia II.

افغانستان کې دميشتو امريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو کمانډر دافغانستان ددفاع دوزير ترڅنګ دخالي په ورځ دافغانستان د يو جنوبي محاصره شوي ښار سفر کړى او ددغه ځايې اوسيدونکو ته يې باور ورکړى چې هغوي به ښار دطالبانو لاسونو ته پريوتو ته نه ورکوي.

دافغانستان دلويې ولايت هلمند دسرښار لشکرګاه ته دنړيوالو ځواکونو کمانډر دغه سفر په داسې حال کې کړى چې تيره شپه ديوې سختې جګړې څخه وروستو جنګيالي ښار ته ډير رانزدې شوي.

يوې امنيتي سرچينې دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي طالبانو دهلمند دسرښار سره نزدې په لرې پرتو څلورو پوستو قبضه کړې او نښته کې دواړو خواؤ ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمه کې دغه نښته دخالي تر ورځې روانه وه چې ورسره ځايي خلکو کې دا ويره سيوا شوې چې ياغيان به سيمه کې پښې مضبوطې کړي.

دنړيوالو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن لشکرګاه کې قبايلي مشرانو ته ويلي دي چې افغان ځواکونو ته دنړيوالو ځواکونو هوايي او نوره مرسته ترلاسه وي،هغه ژمنه کړې ده چې ښار به هيڅ کله هم دمخالفينو لاسونو ته پرې نه اوځي، هغه زياته کړې ده چې هلمند کې دوضعيت ښه کولو لپاره به دهغه ايتلاف دافغان پوځ او پوليس عسکرو دصلاح مشورې مشن تُندوي.

هغه ويلي دي چې افغان حکومت او امنيتي ځواکونه ورځ په ورځ مضبوطيږي او هغوي به باالاخر دټول ولايت دمحفوظولو جوګه شي.

هغه دا خبره يوځل بيا تکرار کړې چې افغان ځواکونو ټول افغانستان کې ابادي محفوظه کړې او مشرانو ته يې سپيناوى کړى چې هيواد څخه دطالبانو ويستلو کې به يو څه وخت لګي.

هغه ويلي دي په داسې حال کې چې هغوي يوه جګړه کوي هغوي افغان پوځ هم جوړوي،خو له دې امله چې نړيواله ټولنه په افغان ولس، حکومت او په کومې مړانې سره چې افغان ځواکونه جګړه کوي، نړيواله ټولنه دافغانستان سره ولاړه ده.

دافغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي دغونډې برخه والو سره ژمنه کړې چې ولايت کې به دنورو سيمو دواک بيرته ترلاسه کولو لپاره ډير زر نوي پوځي عمليات پيل کړى شي.

په لشکرګاه کې ګڼو خلکو امريکا غږ ته ويلي دي چې هغوي دخپل تحفظ په اړه ډير پريشانه دي او دسختو نښتو له امله ټوله شپه خوب نه شي کولى.

باور کيږي چې افغان حکومت دهلمند په ١٤و ولسواليو کې يواځې په دوو بشپړ واک لري.

دخالي په ورځ شمالي ښار کندوز کې هم په شپږمه ورځ جګړه روانه ده.

افغان چارواکو دنوم نه څرګندولو په شرط امريکا غږ ته ويلى دى چې تيره شپه حکومتي هيلي کاپټرو دطالبانو دځالو په ضد دهوايي بريدونو په مهال په تيروتنې سره دوه افغان عسکر وژلي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي. دکندوز بالاحصار سيمه کې دغه هوايي بريد دتندلارو تر بريد لاندې دراغلو افغان ځواکونو په دفاع کې شوى و.

دافغانستان ددفاع وزارت دغه بريد کې دکوم عسکر دوژل کيدو څخه انکار کړى او ويلي يې دي چې دې لړ کې دتفصيلاتو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

دطالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې ده چې دامريکا يوې جنګي الوتکې دغه بريد ترسره کړى چې پکې لږ ترلږه نهه افغان عسکر وژل شوي او ديرش نور ژوبل شوي خو طالب جنګيالو ته پکې هيڅ رقم زيان نه دى اوښتى.

دطالبانو ددغه دعوې پخلى ناممکن دى او امريکايي پوځ په دې اړې څه نه دي ويلي خو روانه اوونۍ کې يې کندوز کې دافغان پوځ په دفاع کې دهوايي بريدونو ترسره کولو پخلى کړى دى.

دراپورونو ترمخه افغان عسکري کمانډرانو پخلى کړى چې دجمعې په شپه دشمالي ولايت بادغيس په بالامرغاب کې په لسګونو سرحدي پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.

سيمه ييزو چارواکو او سياست دانانو خبريالانو ته ويلي دي چې تندلارو دپوليسو اډه تر څو ورځو محاصره کړې وه او وروستو هغوي تسليم شوي،دترکمانستان پولې ته نزدې سيمې ته دطالبانو دنښتو او زمکنو بمونو له امله دسپلايۍ درسد مخه هم نيول شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG