لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په کړکېچ امریکا او روس خبرې کوي


د امریکې خارجه وزیر جان کېري به د شام په اړوند د یکشنبې په ورځ لندن کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره ویني.
د امریکې خارجه وزیر جان کېري به د شام په اړوند د یکشنبې په ورځ لندن کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره ویني.

د شام د کړکېچ د سیاسي حل لټولو دپاره یو ځل بیا د امریکا او روس د بهرنو چارو وزیران د نورو همکارانو سره د خالي/شنبې په ورځ سویټزرلېنډ کې ويني.

امریکې روانه میاشت روس سره په شام کې د اوربند او انساني خواخوږۍ په اساس د امداد په اړوند نېغ په نېغه خبرې ځنډولې وې.

د امریکې خارجه وزیر جان کېري به د شام په اړوند د یکشنبې په ورځ لندن کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره ویني.

خارجه محکمې دا امکان نه دی رد کړی چې لوزان کې د کېدونکو خبرو په موقع باندې د کېري او د هغه د روسي سیال سرګۍ لاروف یواځې لیدنه کېدی شي، د هغه په وینا خو د دې دا مطلب نه دی چې د شام په اړوند د روس او امریکا ځنډېدلې خبرې بیرته بحالیږي.

د لویديځ ملکونو په روس او اتحادي شام باندې يې په حلب کې په روغتونونو او ملګرو ملتونو په امدادي کاروانونو باندې د بریدونو تور لګوي او هغه په جنګي جرمونو کې ککړ ګرځوي.

بل لور ته د روس صدر ولاديمیرپيوټن د فرانس (ټي اېف ۱) ټي وي سره د چهارشنبې په ورځ یوه مرکه کې ویلي چې په روس او شام باندې د جنګي جرمونو تورونه (سیاسي بیانیه) ده او لویدیځ په حقیقي توګه حالاتو پله پام نه ګرځوي.

هغه ویلي ( مونږ ترهګرو ته دا اجازه نه شو ورکولی چې وګړي د ډهال په توګه وکاروي مونږ هغوې ته د دې خبرې اجازه نه شو ورکولی چې د بندیانو مرۍ غوڅې کړي او ګرده نړۍ یرغمال کړي).

ملګرو ملتونو کې د روس استازي سرګۍ کسلیاک د سه شنبې په ورځ ویلي ؤ چې د امریکې او روس دوه اړخیزه اړیکې ( غلط لور ته روانې دي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG