فاټا ټربیونل کې نن د ډاکټر شکیل افریدي د کېس اورېدنه بیا وځنډول شوه ځکه چې د کېس اورېدنې ته سرکاري وکیل نه ؤ حاضر شوی.
ډاکټر شکیل افریدي ته فاټا ټربیونل د ناقانونه ګرځول شوې ډلې لشکراسلام سره د تړاو په سر د ۳۳ کالونو د بند سزا اورولې ده.
د شکیل افریدي وکیل قمرندیم اېډوکېټ وایس اف امریکا ډيوه ريډیو سره په خبرو کې ویلي د نور کله په شان نن هم سرکاري وکیل حاضر نه شو او له دې کبله د کېس اورېدنه اوس د روان کال دسمبرد میاشتې وړومبۍ نېټې پورې وځنډول شوه.
د نوموړي په وینا د دغه کېس دوه نیم کاله موده وشوه او عدالت کې پکې ۲۶ ځله مخامختیا هم شوې ده ولې کېس لا په خپل ځاې پروت دی.
د قمرندیم په خبره وړاندې به عدالت کې ویل کېده چې د کېس ریکارډ دې عدالت ته راوړی شي، او اوس چې ریکارډ راوړی شو نو سرکاري وکيل نه مخامخ کيږي.
د کال ۲۰۱۲م د مئي د میاشتې په دوېمه نېټه د قبایلي سیمې خېبرایجنسۍ مرستیال پوليټکل ایجنټ د ځايي لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکراسلام سره د مرستو په تور ډاکټر شکیل افریدي ته د ۳۳ کلونو د بند سزا اورولې وه. ولې دغه ډله د شکیل افریدي د مرستو نه انکاري ده.
که څه هم ډاکټر شکیل د لشکراسلام سره د مرستو په تور بندي شوی خو په نوموړي دا تور هم دی چې هغه د امریکا د استخباراتي ادارې سي ائي ای سره د اسامه بن لادن په معلومولو کې لاس کړی دی، ولې په دغه اړوند په رسمي ډول کوم کېس نه دی شورو شوی.
په دغه اوړند نور تفصیل د ډیوه خبریال مدثر شاه په راپور کې دلته اورېدی شئ.