لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسلام اباد دبندولو په غږ مخالفو ګوندونو سره دحکومت دتماس پريکړه


 په عين حال کې حکومت پارلماني ګوندونو سره دتماس نيولو پريکړه کړې ده او ددې مقصد لپاره درې کسيزه کميټي هم جوړه کړى شوې ده چې پکې وفاقي وزير پرويز رشيد، خواجه سعد رفقيق او حاصل بزنجو شامل دي.
په عين حال کې حکومت پارلماني ګوندونو سره دتماس نيولو پريکړه کړې ده او ددې مقصد لپاره درې کسيزه کميټي هم جوړه کړى شوې ده چې پکې وفاقي وزير پرويز رشيد، خواجه سعد رفقيق او حاصل بزنجو شامل دي.

پاکستان کې دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان ويلي دي دهغه ګوند به په دوهم نومبر اسلام اباد کې ضرور احتجاج کوي.

ددې خيالاتوڅرګندونه هغه اسلام اباد کې دخپل کور څخه بهر ميډيا سره خبرو په وخت کړې ده.

په عين حال کې حکومت پارلماني ګوندونو سره دتماس نيولو پريکړه کړې ده او ددې مقصد لپاره درې کسيزه کميټي هم جوړه کړى شوې ده چې پکې وفاقي وزير پرويز رشيد، خواجه سعد رفقيق او حاصل بزنجو شامل دي.

حکومتي کميټي به دعمران خان لخوا داحتجاج دغږ او دې لړ کې دمتفقه تګلارې جوړولو لپاره پارلماني ګوندونو سره صلاح مشورې کوي.

په ډاګه دې وي چې دزيارت په ورځ دپاکستان دمشر قاضي انور جمالي مشرۍ کې يو درې کسيز بينچ دپاناما اسنادو په معامله دوزيراعظم نوازشريف او دهغه دکورنۍ په ضد دپلټنو په اړه په خواستونو دوزيراعظم په ګډون اړونده خواو ته نوټس جاري کړى و.

دعمران خان دتحريک انصاف ګوند ترڅنګ جماعت اسلامي او دشيخ رشيد عوامي مسلم ليګ هم دې لړ کې ستره محکمه کې خواستونه جمع کړي دي.

سږکال داپريل مياشت کې پاناما اسنادو کې دوزيراعظم نوازشريف ددريوو بچو حسن، حسين او مريم نواز دنومونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دمخالفو ګوندونو لخوا پاکستان کې په حکومت نيوکې کيږي او په ځانګړې توګه تحريک انصاف په دغه معامله په ملکي کچه احتجاج پيل کړى دى.

حکومت کې دشاملو چارواکو وينا ده په داسې حال کې چې ستره محکمه ددغه معاملې اوريدنه کوي او وزيراعظم هم دعدالتي کارروايۍ هرکلى کړى تحريک انصاف ته خپل احتجاج اودرول پکار دي.

خو دعمران خان څخه چې کله دجمعې په ورځ دې لړ کې پوښتنه وشوه نو هغه ويلي ستره محکمه کې خو دا مهال يواځې خواست جمع شوى دا به داوريدنې جوګه وي که نه ددې پريکړه لا کول پاتې دي.

دتحريک انصاف مشر يوځل بيا خپله دا غوښتنه تکرار کړې چې وزيراعظم نوازشريف ته ځان احتساب لپاره وړاندې کول پکار دي.

هغه ويلي دي په دوهم نومبر به په کوټلې طريقې سره اسلام اباد کې احتجاج کيږي او په ګڼ شمير کې خلک به پکې ګډون کوي.

عمران خان له دې وړاندې ويلي چې دهغه ګوند به دهوايي ډګر په ګډون اسلام اباد بندوي.

دحزب اختلاف دګوند پيپلز پارټۍ لخوا داسلام اباد دبندولو دريځ غيرايني ګرځول شوى دى.

خو دا نه ده په ډاګه چې ددوه زره څوارلسم دحکومت مخالفې دهرنې پشان به دا ځل هم پارلماني ګوندونه دحکومت ملاتړ کوي که نه.

دپاناما ليکس په معامله دپيپلز پارټۍ په ګډون مخالف ګوندونه دتحريک انصاف ملګري وو خو داسلام اباد دبندولو په معامله دعمران خان ګوند ته دشيخ رشيد دعوامي مسلم ليګ نه بغير دکوم بل ګوند ملاتړ تردې مهاله ترلاسه نه دى.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG