دپاکستان دملي امنيت په اړه غونډه کې ديو ليک شوي خبر تر دې مهاله دشوو پلټنو په اړه پاکستان کې دواګمن ګوند مسلم ليګ(ن) دلوړې کچې يو هيئت دپوځ مشر جنرال راحيل شريف ته حال احوال بيان کړى دى.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه دخزانې وزير اسحاق ډار، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان او دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دزيارت په ورځ جنرال راحيل شريف سره ارمي هاوس اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.
دايي ايس پي ار دبيان ترمخه په شپږم اکتوبر دملي امنيت دخلاف ورزۍ په اړه " دځانه دجوړ شوي" خبر دپلټنو او وړانديزونو څخه دپوځ سرلښکر خبر کړى شوى دى.
خو دې لړ کې نور سپيناوى نه دى شوى.
دغه ليدنه دزيارت دماښام څلورو بجو څخه پينځه نيمو بجو پورې روانه وه او پکې داستخباراتي ادارې ايي ايس ايي مشر ليفټننټ جنرال رضوان اختر هم ګډون کړى دى.
دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دملي امنيت دکميټې لړ کې دپاکستان دانګريزۍ ژبې وتلې ورځپاڼې ډان يو خبريال سرل الميډا پخپل خبر کې ويلي وو دبندې کمرې غونډه کې دپاکستان سياسي مشرانو په پوځ زور راوړى و چې هيواد کې دناچله ډلو او غيررياستي عناصرو په ضد عمليات ضروري دي ګنې دوهم صورت کې پاکستان په نړيواله کچه يواځې والي سره مخ کيدى شي.
دپاکستان دحکومت او پوځ دواړو لخوا دغه لړ کې څو ځله بيانونه جاري کړل شوي او پکې دډان ورځپاڼې دغه خبر بې اساسه او ځان جوړ شوى ګرځول شوى خو دورځپاڼې وينا ده چې دملي امنيت ددغه غونډې په اړه دهغوي خبر سم دى او پکې دخپرو شوو معلوماتو دبيلا بيلو سرچينو څخه پخلى شوى دى.
دپوځ مشر سره دواکمن ګوند دغړو دغه ليدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې پاکستان کې سياسي ماحول دتاؤتريخوالي ښکار دى.
دزيارت په شپه دايي ايس پي ار لخوا چې کله ددغه ليدنې پخلى وشو نو دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو دې لړ کې دبيلا بيلو اندازو لګولو اغاز وشو.
دعمران خان تحريک انصاف په دوهم نمبر اسلام اباد کې داحتجاج اعلان کړى او ويلي يې دي اسلام اباد به بندوي.
خو دپاکستان حکومت وايي هغوي به تحريک انصاف ته دپلازمينې دبندولو اجازه نه ورکوي.