لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : نښته کې دالقاعده دپينځوؤ جنګيالو دوژلو دعوه


د ترهه ګرۍ دمخنيوي پوليس چارواکو وينا ده چې ګوجرانواله کې دواپډا ټاؤن بايي پاس سره نزدې دامنيتي ځواکونو او القاعده دترهه ګرو ترمينځ نښته تر ډيره وخته روانه وه چې پکې پينځه ترهه ګر وژل شوي دي.
د ترهه ګرۍ دمخنيوي پوليس چارواکو وينا ده چې ګوجرانواله کې دواپډا ټاؤن بايي پاس سره نزدې دامنيتي ځواکونو او القاعده دترهه ګرو ترمينځ نښته تر ډيره وخته روانه وه چې پکې پينځه ترهه ګر وژل شوي دي.

دپاکستان دپنجاب صوبې ګوجرانواله سيمه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو يوه نښته کې دالقاعده پينځه جنګيالي وژلي دي.

د ترهه ګرۍ دمخنيوي پوليس چارواکو وينا ده چې ګوجرانواله کې دواپډا ټاؤن بايي پاس سره نزدې دامنيتي ځواکونو او القاعده دترهه ګرو ترمينځ نښته تر ډيره وخته روانه وه چې پکې پينځه ترهه ګر وژل شوي دي.

دسي ټي ډي چارواکو ددغه دعوې پخلى دازادو سرچينو څخه نه دى شوى.

دسي ټي ډي چارواکو وينا ده چې وژل شوو ترهه ګرو ګوجرانواله کې دبريد منصوبه بندي کوله خو دهغوي دنيولو لپاره دوړاندې څخه سخت ګامونه اخستل شوي وؤ، دوژلى شوو جنګيالو درې ملګري دشپې تياره کې تيښته کې بريالي شوي دي.

دپوليس چارواکو وينا ده چې دوژلى شوو ترهه ګرو دقبضې څخه بارودي مواد،لاسي بم او وسله هم ترلاسه کړې شوې ده.

دچارواکو وينا ده چې دتښتيدلو جنګيالو لټولو لپاره يې هم عمليات پيل کړي دي.

له دې وړاندې هم دچارواکو لخوا پنجاب کې دلسګونو جنګيالو دوژلو دعوې شوي خو ناقدين او مخالف ګوندونه پنجاب کښې دټولو ترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG