د پاکستان تر ټولو غټ ښار کراچۍ کې د شيعه ډلې په مذهبي غونډه باندې د ډزو په يوه پېښه کې لږترلږه پينځه کسان وژل شوي او د دوه ښځو په ګډون پکې شپږ نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو په دغه پېښه نن د خالي/شنبې په ماښام د کراچۍ ښار په ناظم اباد څلورم نمبر سیمه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې په سیمه کې د شیعه ډلې مجلس روان ؤ.
د ناظم اباد سیمې رسنیو ته په لېږلي بیان کې پخلی شوی چې پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او دوه ښځو په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوي دی.
پېښه کې مړه او ژوبل کسان عباسي او اغاخان روغتونونو ته وړل شوي دي.
پولیس ویلي په دوه موټرسائیکلو سواره وسله وال راغلي او په مجلس يې ناتاره ډزې کړي او د موقعې څخه په تېښته کې بریالي شوي دي.
د دغه پېښې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې منلې ده.
د پولیسو په وینا علاقه په ګېره کې اخستی شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.
د پېښې ځینې عېني شاهدانو ویلي د مجلس دپاره د پولیس لخوا د ساتنې هیڅ برابرتیا نه وه شوې.
ولې د پولیس مشر ای ډي خواجه ویلي پولیس ته د دغه مجلس په اړه خبر نه ؤ ورکړی شوی.
د سندهـ صوبې اعلی وزیر مراد علي شاه د پېښې نوټس اخستی او پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو امر یې کړی دی.
نزدې دوه اونۍ وړاندې هم د کراچۍ په لیاقت اباد سیمه کې د شیعه ډلې د یوې امام بارګاه مخې ته د لاسي بم ویشتل شوی، او په دغه پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او د ښځو په ګډون پکې ۲۴ کسان ژوبل شوي وو.