لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:عدالت دشربت ګلې دضمانت خواست رد کړى


 دپېښور حيات اباد سيمه کې دجوړ ځانګړي عدالت قاضي دشورو په سحر دهغې دضمانت په خواست دغه پريکړه اورولې ده.
دپېښور حيات اباد سيمه کې دجوړ ځانګړي عدالت قاضي دشورو په سحر دهغې دضمانت په خواست دغه پريکړه اورولې ده.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې عدالت دپاکستان دوفاقي پلټنيزې ادارې( ايف ايي اى) لخوا دجعلي شناختي کارډ دجوړولو په تور دنيول شوې مشهورې افغان ميرمن شربت ګلې دضمانت خواست رد کړى دى.

دپېښور حيات اباد سيمه کې دجوړ ځانګړي عدالت قاضي دشورو په سحر دهغې دضمانت په خواست دغه پريکړه اورولې ده.

دشربت ګلې لخوا دضمانت خواست دجمعې په ورځ وړاندې کړى شوى و، په خواست دصفايۍ او استغاثې وکيلانو دليلونه ورکړي وؤ او ځانګړي عدالت دشربت ګلې په ضمانت دپريښودو په اړه پريکړې اورولو لپاره نننۍ نيټه ټاکلې وه.

تيره ورځ ځانګړي عدالت کې دضمانت دخواست داوريدنې په مهال دافغان ميرمنې وکيل ويلي وو شربت ګله دخپلې کورنۍ يوازينۍ پالونکې او دتور زيړي مريضه ده.

دشربت ګلې وکيل عدالت ته ويلي کله چې هغه نيول کيده نو هاغه مهال افغانستان ته دتللو لپاره په لاره روانه وه.

له دې وړاندې سيمه ييز عدالت په ٢٨م اکتوبر شربت ګله په جوډيشل ريمانډ زندان ته ليږلې وه.

دعدالتي احکاماتو ترمخه کله چې شربت ګلې څخه بيان ريکارډ کړى شو نو هغې دجرم څخه انکار وکړو، دکوم څخه وروستو چې دڅوارلسو ورځو په جوډيشل ريمانډ دپېښور مرکزي زندان ته وليږل شوه.

تيره اوونۍ دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار دشربت ګلې په ضمانت دخوشې کولو لپاره دګامونو اخستو وينا کړې وه.

بلخوا پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال دشربت ګلې دضمانت دخواست په رد کيدو دمايوسۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي دا ددې خبرې په لوري اشاره ده چې دغه کيس دپاکستان او افغانستان ددوه اړخيزه اړيکو لپاره يو ازميښت دى.

يو بيان کې عمر زاخيلوال ويلي دي دپاکستان دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار او نورو حکومتي مشرانو دباور ورکولو باوجود دشربت ګلې دخواست رد کيدل دمايوسۍ خبره ده.

هغه ويلي دي دشربت ګلې ګرفتارۍ دټولو افغانانو جذبات دوړاندې څخه مجروحه کړي او نن دعدالتي فيصلې سره دغو جذباتو او ددواړو هيوادونو داولس دوه اړخيزه اړيکو ته ضربه رسيدلې ده.

عمر زاخيلوال دا هم ويلي دي چې که چرې دپاکستان وفاقي حکومت په رښتيا شربته ګله پرېښودل غواړي لکه څنګه چې دکورنو چارو وزير نثار ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال ويلي وو نو دهغې کوم عدالت ته دحاضرولو يا پريکړې هيڅ ضرورت نشته.

دهغه وينا ده شربت ګله دايف ايي اى دتورونو په اساس زندان کې ده او دا دوفاقي حکومت داختيار په دايره کې ده چې دغه تورونه ختم کړي او هغه خوشې کړي.

عمرزاخيلوال په وزيراعظم نوازشريف دشربت ګلې کيس کې دنيغ په نيغه مداخلت کولو وينا کړې او هغه څخه يې دشربت ګلې دخوشې کولو غوښتنه کړې ده.

عمرزاخيلوال ويلي دي افغان حکومت شربت ګلې او دهغې بچو ته اسانتياوو ورکولو لپاره چمتو دى ، هغه ويلي دي شربت ګله او دهغې بچي به په درناوي سره افغانستان ته ليږلى او هلته به يې داوسيدو انتظام کولى شي.

دعمرزاخيلوال وينا ده چې دنيول کيدو څخه دمخه شربت ګلې دخپل کور څيزونه خرڅ کړي وو او دخپلې کورنۍ سره افغانستان ته روانه وه.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

پاکستان کې ملي پيژندپاڼې يا شناختي کارډ کارډونو دپخلي عمل روان دى او تراوسه افغان وګړو ته دغه هيواد کې په غيرقانوني توګه جاري کړى شوي په زرګونو شناختي کارډونه منسوخ کړى شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG