لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پېک کې د خپل حق اخستو دپاره عدالت ته ځو، مشتاق غني


مشتاق غني وايي سي پېک کې یواځې د پښتونخوا هزاره سيمه کې لاره  ورکړل شوې ده کومه چې د مرکزي حکومت مجبوري وه.
مشتاق غني وايي سي پېک کې یواځې د پښتونخوا هزاره سيمه کې لاره  ورکړل شوې ده کومه چې د مرکزي حکومت مجبوري وه.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کې ورته د جایز حق نه ورکړې کېدو پرضد د صوبې لوی عدالت (هائیکورټ) ته ځي او د عدالت د لارې د مرکزي حکومت نه په دغه پروژه کې خپل حق غواړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند مشتاق غني وایس اف امریکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وویل سي پېک کې صوبې ته د جایز حق نه ورکولو پرضد به سبا د ګل/دوشنبې په ورځ د صوبې ستر عدالت (هائیکورټ)کې خواست جمع کوي.

دنوموړي په وینا پښتونخوا صوبه دغې پروژه کې د خپل حق نه محرومه کړی شوې او زياته برخه يې پنجاب او سندهـ صوبو ته ورکړل شوې ده.

مشتاق غني وايي سي پېک کې یواځې د پښتونخوا هزاره سيمه کې لاره ورکړل شوې ده کومه چې د مرکزي حکومت مجبوري وه.

غني زياته کړه مشرقي لاره باندې کار روان دی او کال دوه کاله کې به مکمله شي او مونږ ته هيڅ په لاس رانغلل نو ځکه مو عدالت ته د تلو پرېکړه وکړه.

ولې بلخوا د پښتونخوا اولسي تحريک مشر سيد عالم محسود وایي عدالت ته تللو سره به صوبايي حکومت هيڅ ګټه ونه کړي ځکه چې د صوبايي حکومت ډيرې معاهدې داسي دي چې عدالتي کيس ګټل به ورته ګرانه وي پکار وه چې کال وړاندې د عدالت لاره خپله کړی شوی وی.

سيد عالم محسود زياتوي راهدارۍ کې پښتنو ته حق نه ورکول اوس يوه قامي او سياسي مسله جوړه شوې ده په عدالت کې د دې حل راویستل ګران دي،

" دا حق به په درنو،جلسو او احتجاجونو ترلاسه کيږي" .

نوموړي زياته کړه د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت باید د چین حکومت ته خپل احتجاج ريکارډ کړي ځکه چې د پاکستان مرکزي حکومت په ټول ګونديزو غونډو او نورو ډيرو موقعو باندې د غلطو ویناګانو نه کار اخستی او په دغه لړ کې یې سم معلومات نه دي شريک کړي.

د چين ـ پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) چې د ۴۶ بلینه روپو پروژه ده د پاکستان وړې صوبې د وخته سره دغه ګيله کوي چې په دغه پروژه کې ورته پوره حق ورته نه دی ورکړی شوی او ټوله ګټه يې د ملک تر ټولو لويې صوبې پنجاب ته ورکړی شوې ده.

پښتانه ملت پاله ګوندونه او بلوڅ مشران هم وخت په وخت د سي پېک پروژه کې د مرکزي حکومت په تګ لاره ټکونه کوي چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې چې د وړاندې نه شاته پاتې دي او د ترهګرۍ/ بدامنۍ ښکار دي اوس ورته هم دغه موقع نه ورکړی کيږي چې لږه ډېره ترقي وکړي.

ملت پاله ګوندونه دریز لري چې څو پورې سي پېک کې دوي ته پوره حق نه وي ورکړل شوی دوي به دغه منصوبه بشپړېدو ته نه پرېږدي، په وړاندې به یې احتجاج کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG