لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: رېنجرز د القاعده، داعش او طالبانو درې وسله وال وژلي


رېنجرز ځواکونه د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې د ځانګړي واک سره په کراچۍ کې د وران کارو، شرخوښو په ضد عملیات کوي.
رېنجرز ځواکونه د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې د ځانګړي واک سره په کراچۍ کې د وران کارو، شرخوښو په ضد عملیات کوي.

په کراچۍ ښار کې نیم پوځي ځواک رېنجرز ویلي چې د شورو او زیارت په منځنۍ شپه کې يې ترسره کړو عملیاتو کې درې خطرناک ترهګر وژلي دي چې تعلق يې د القاعده، داعش او تحریک طالبان سوات ډلو سره دی.

د رېنجرز ویاند لخوا نن د زیارت په ورځ جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې تېره شپه د کراچۍ په منګهوپير سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې درې خطرناک ترهګر وژل شوي څوک چې د ترهګرۍ په یو شمېر پېښو کې ککړ ؤ. بیان کې د وژل شوؤ وسله والو تفصیل وړاندې کړی شوی دی.

د بیان ترمخه

۱: سلمان عرف یاسر، دا خطرناک ترهګر د تحریک طالبان سوات امیر او مرکزي مشر ؤ، دی په سوات کې د پوځ په ضد جګړو کې شریک پاتې شوی او په ۲۰۰۸ م کې يې سوات کې د پوځ څلور سرتيري یرغمال کړي وو. سلمان په قانون پلي کوؤنکو ادارو باندې بریدونو، په کال ۲۰۱۲م کې کراچۍ کې د رېنجرز په مرکز ځانمرګي چې پکې درې سرتيري وژل شوي ککړ ؤ.

د بیان ترمخه وژل شوي وسله وال د خپلو ملګرو په مرسته د سیاسي غړو په ګډون لس کسان په هدف کړي، بمي بریدونو کې يې ۱۲ کسان وژلي او عوامي نیشنل ګوند د یو مشر بشیرجان په جلسه کې د رکشې د لارې بمي چاؤدنه کې ککړؤ، په کوم برید کې چې نهه بې ګناه خلک وژل شوي وو.

هغه د تاوان او قلنګ دپاره د خلکو په تښتولو کې ککړ ؤ او په مئي ۲۰۱۵م کې يې د څرمنې د یوې کمپنې مالک حسن شلواني تښتولی او ۳۰ لاکه روپۍ یې اخستې وې.

۲: محمدحسېن عرف مستري پټهان، د ده تعلق د القاعده او داعش سره ؤ، د بیان ترمخه دا خطرناک ترهګر د صفوراچورنګۍ په پېښه کې ککړ ؤ چا چې په بس کې سورو کسانو باندې ناتاره ډزې کړې ۴۶ کسان يې وژلي چې پکې ۱۶ ښځې هم شامل وې.

صفورا چورنګۍ کې تېر کال د مئي په میاشت کې د شیعه اسماعیلي ټولنې سره تعلق لرونکو په یو بس باندې وسله وال برید شوی ؤ. وروستو چارواکو ویلي په دغه برید کې ککړ ځينې کسان نیول شوي هم دي.

د رېنجرز د بیان ترمخه محمدحسېن د پولیس په وژنو او غلاګانو ترڅنګ په قلنګ اخستو کې هم ککړ ؤ. اکتوبر ۲۰۱۴م کې يې حېدراباد کې د یو بېنک نه ۱۹لاکه روپۍ لوټلې وې.

۳: محمدسلمان خان عرف شرمیلا پټهان، د ده تعلق د القاعده او تحریک طالبان سره ؤ او طالب وسله والو سره يې نزدې اړیکې وې او د ترهګرو روزنه به يې کوله.

بیان کې ویل شوي دغه وسله وال په پولیس او د پولیس په موبایلو بریدونو کې ککړؤ، په کال ۲۰۱۴م کې يې عائشه منزل کې امام بارګاه باندې لاسي بم ویشتی، او حېدر کې د بېنک په غلا او قلنګ اخستوکې ککړ ؤ.

د رېنجرز د ویاند ترمخه د وژل شوؤ وسله والو د ځالو نه چاؤدېدونکي مواد، وسله، لاسي بمونه او بمونو کې کاريدونکی سامان ترلاسه کړی شوی دی. بیان کې ویل شوي سندهـ رېنجرز به د ترهګرو او هدفي وژونکو د خاتمې پورې عملیاتو ته دوام ورکوي.

رېنجرز ځواکونه د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې د ځانګړي واک سره په کراچۍ کې د وران کارو، شرخوښو په ضد عملیات کوي. نیم پوځي ځواک له دې وړاندې هم په کراچۍ کې د عملیاتو په وخت نښتو کې د وسله والو د وژنې ادعاوې کړي دي.

تېر ورځ (چهارشنبه) د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف په کراچۍ کې د کورهېډ کوارټر دوره کړې، او هغه ته په کراچۍ کې روانو عملیاتو باندې د رېنجرز ځواکونومشر بلال اکبر احوال هم تېر کړی ؤ.

د پوځي ویاند د بیان ترمخه د پوځ سرلښکر دکراچۍ د امنیت په ځای کولو کې د امنیتي او استخباراتي ادارو کردار ستایلی او هدایات یې ورکړي چې ادارې دې د صوبايي حکومت سره په ګډه د کراچۍ د وګړو دپاره د امنیت په ځاې کولو عملیات دوامداره وساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG