لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر په توګه د ټرمپ کامیابي به د امریکا لاس ته راوړنه وي، اوباما


اوباما ویلي د صدر په توګه د (ټاکل شوي صدر ټرمپ کامیابي به د امریکا کامیابي وي).
اوباما ویلي د صدر په توګه د (ټاکل شوي صدر ټرمپ کامیابي به د امریکا کامیابي وي).

د امریکې صدر باراک اوباما ویلي د زیارت په ورځ سپينه ماڼۍ کې نوي ټاکل شوي صدر ډونلډټرمپ سره لیدنه په ښه ماحول کې شوې او د ۲۰م جنورۍ پورې په دوه میاشتو کې (زما وړومبی کاربه دا وي چې په خوشحالۍ سره د واک منتقلي اسانه جوړه کړی شم).

اوباما ویلي د صدر په توګه د (ټاکل شوي صدر ټرمپ کامیابي به د امریکا کامیابي وي).

نوموړي په په اوول په دفتر کې د نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ سره د یونیم ساعت د لېدنې وروستو رسنیو سره خبرې کړي دي او دغه ډول وینا یې کړې ده.

په دغه موقع ټاکل شوي صدر ډونلډټرمپ هم وویل (دا غوره لېدنه وه) چې پکې (د خوشحالۍ) سره په سختومعاملو هم خبرې وشوې.

ډونلډټرمپ د صدر اوباما ستاینه وکړه او وې ویل چې د هغو دواړو دا وړومبۍ ليدنه وه او دا چې (اوباما یو ښه سړی دی).

د لیدنې په اړه صدر اوباما وویل د منتخب شوي صدر سره په پراخه کچه او ځینې تنظیمي چارو باندې خبرې وشوې چې پکې بهرني امور هم شامل وو.

ټرمپ وویل هغه په راتلونکې کې هم د اوباما سره لیدل غواړي او هغه دغه لیدنې ته د عزت معامله وویله.

د اوول د دفتر د لیدنې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي ؤ چې (د واک په پُرامنه ډول د منتقل کولو زمونږ د جمهوریت بنیادي اصول دي).

څه وخت چې صدر اوباما او او ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې لیدل دغه وخت مشېل اوباما او ملانیا ټرمپ هم یو بل سره ليدل.

د سپينې ماڼۍ ترمخه چې د نهې په ورځ د هېلري کلنټن په مقابله کې د ډونلډټرمپ کامیابي یقیني شوه هغه وخت صدر اوباما خپلو کارمندانو ته ویلي ؤ چې انتظاميه به يې په پاتې عبوري ورځو د واک منتقلۍ ته لمړیتوب ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG