پاکستان ویلي تېره شپه د کشمير په لائن اف کنټرول باندې د هندي ځواکونو لخوا ډزو کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا نن د ګل په ورځ جاري شوي بیان کې ویل شوي چې دغه پېښه د پاکستان او هند وېشونکې پولې لائن اف کنټرول په بهېمبر سېکټر باندې رامنځته شوې ده.
د بیان ترمخه پاکستاني ځواکونو د ډزو په کلکه ځواب کړی او د هندي ځواکونو پوستې یې په نخښه کړي دي، ولې په دغه اړوند نور تفصیل نه دی ویل شوی.
د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا ویلي، (( مونږ د هند لخوا په لائن اف کنټرول باندې د پرله پسې ناتاره ډزو د سرغړونې او بهېمبر سېکټر باندې د اووه پاکستاني عسکرو د وژنې د هندې ځواکونو غندنه کوؤ)).
هند د پاکستان لخوا دغه تور ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ویلی.
د پاکستان او هند لخوا په کشمير کې د اوونو راهسې کړکېچ روان دی خو تراوسه پورې داسې پېښه نه ده رامنځته شوې چې پکې د یو لوري نه دومره ډېر عسکر وژل شوي وي.
لائن اف کنټرول باندې له دې وړاندې هم دواړو خواؤ ته په ډزو کې عام خلک وژل شوي دي او ډېروخلکو د لائن اف کنټرول سره نزدې سیمو نه کډې هم کړي دي.
د پاکستان او هند لخوا تل په یو بل باندې د اوربند د سرغړونې کولو تورونه لګي.