لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترک اولسمشر وايي دپاکستان او افغانستان ترمينځ ښو اړيکو ته ليواله يو


دهغه وينا وه دترهه ګرو په ضد به دترکي لخوا هلې ځلې دوامداره وي او زياته يې کړه چې دبې روزګارۍ، بدامنۍ او جهالت په په ګډه سره مقابله کول وي.
دهغه وينا وه دترهه ګرو په ضد به دترکي لخوا هلې ځلې دوامداره وي او زياته يې کړه چې دبې روزګارۍ، بدامنۍ او جهالت په په ګډه سره مقابله کول وي.

دپارلمان ګډې غونډې ته دوينا په مهال ترک ولسمشر طيب اردګان وويل پاک ترک خپل مينځي تجارت به يو ارب ډالرو پورې غزوؤ.

دهغه وينا وه دترهه ګرو په ضد به دترکي لخوا هلې ځلې دوامداره وي او زياته يې کړه چې دبې روزګارۍ، بدامنۍ او جهالت په په ګډه سره مقابله کول وي.

دهغه وينا وه دپاکستان او افغانستان ترمينځ دتاؤتريخوالي پيدا کولو هڅه کولى شي خو غواړي چې دپاکستان او افغانستان اړيکې ښې وي.

ترک ولسمشر دخپلې وينا په مهال په ډاګه کړه چې کال ٢٠١٤م کې دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه ګريز بريد څخه وروستو ترکي ديوې ورځې سرکاري ماتم نمانځلى و.

دهغه وينا وه ترهه ګر چې اسلام ته څومره زيان رسوي دومره يې ورته څوک هم نه شي رسولى او زياته يې کړه چې تندروه ډله داعش اسلام سره هيڅ تعلق نه لري.

ترک ولسمشر تور ولګولو چې ګولن تحريک ته دلويديزې نړۍ ملاتړ ترلاسه ، هغه وويل لويديز دداعش او القاعده مرسته کوي.

دهغه وينا وه دالقاعده او داعش پشان ډلې مسلمانانو ته زيان رسوي او زياته يې کړه چې پاکستان، افغانستان، ليبيا، عراق او سوريې ټولو ته دترهه ګرو له امله زيانونه اوښتي دي.

هغه وويل پاکستان کې جمهوري عمل پياوړى شوى.

نوموړي وويل هغوي يواځې دالفاظو تر حده نه بلکې په حقيقي معنو کې وروڼه هيوادونه دي او پاک ترک اړيکې به مثالي جوړوي.

ترک ولسمشر وويل دپاکستاني پارلمان ګډې غونډې ته په دريم ځل وينا کول دهغه لپاره داعزاز خبره ده.

دهغه وينا وه پاکستان په هر سخت وخت کې دترکي ملګرتيا کړې او دناکامه پوځي بغاوت په اړه دپاکستان دلمړي ملاتړ څخه مننه کوي.

دهغه وينا وه پاکستان سره به دتعليم څانګه کې مرسته کوي.

له دز وړاندز دترکي ولسمشر رجب طيب اردګان په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسيدلى ؤ

ترک ولسمشر رجب طيب اردګان وزيراعظم هاؤس اسلام اباد ته رسيدلى او دغلته يې وزيراعظم نوازشريف سره يو په يو ليدنه کړې ده، دليدنې په مهال دواړو مشرانو دخپل مينځي خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي.

دليدنې څخه وروستو يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعظم نوازشريف ترک صدر ته پاکستان ته په ورتګ هرکلى ويلى.

نوازشريف وويل پاکستان دترک وګړو دوهم کور دى، ترکي کې دياغيتوب هڅې سره دهغه په قول پاکستان ته ضربه رسيدلې او پاکستان دترکي دمنتخب حکومت دلرې کولو دهڅې غندنه کوي.

نوازشريف وويل ترک ولس دپوځي بغاوت دهڅې په ناکامولو سره نوى تاريخ رقم کړى دى.

نوازشريف وويل ترک سره ليدنه کې دواړو هيوادونو دکال ٢٠١٧م تر اخره دازادانه تجارت په لوظنامه دخبرو اترو مکملولو اتفاق کړى ىد.

نوازشريف دنيوکلير سپلا ئرز ګروپ دغړيتوب په اړه دپاکستان په ملاتړ کولو دترکي څخه مننه وکړه.

نوازشريف وويل هغوي ګڼي چې پاک ترک ملګرتيا سيمه کې دثبات يو مهم عنصر دى.

دهغه وينا وه ترک ولسمشر سره ليدنه کې په دې خبره اتفاق شوى چې دواړه هيوادونه به خپل مينځي اړيکو ته نوره وده ورکوي او دا به مضبوطې ستراتيژيکي شراکتدارۍ کې بدلوي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ترک ولسمشر رجب طيب اردګان وويل پاکستان او ترکي سخت وخت کې ديو بل ملګري پاتې شوي.

هغه وويل دپاک افغان اړيکو ښه کولو لپاره به کردار ادا کوي، پاکستان، افغانستان او ترکي ملګري هيوادونه دي.

هغه وويل خپل ملګري هيوادونه دفتح الله ټيرر ارګنايزيشن( فيټو) څخه خبروي او په دې معامله دپاکستان لخوا دښودل شوي يو والي او ددغه ډلې په ضد دفيصله ييز دريځ پخپلولو مننه ادا کوي.

ترک ولسمشر ياده شوې ډله دپاکستان دامنيت لپاره خطره وګرځوله او وې ويل ددغه ډلې دله مينځه وړل ضروري دي.

دهغه وينا وه چې پاکستان کې به دپاک ترک سکولونو دپاکستان او ترکي په ګډې مرستې سره په غوره طريقې سره خيال ساتلى شي.

دترک ولسمشر پاکستان ته ددغه سفر مقصد خپل مينځي اړيکو، تجارت، سرمايه کارۍ او دفاعي شراکت دارۍ ته وده ورکول ښودلى شي.

طيب اردګان تيره ورځ دخپلې ميرمنې امينه اردګان او اعلي کچې ديو هيئت سره اسلام اباد ته رسيدلى او دغلته ورته تود هرکلى ويل شوى و.

ترک ولسمشر دپاکستان دولسمشر ممنون حسين او وزيراعظم نوازشريف سره ليدنې هم کړي دي.

دپاکستان دولسمشر ممنون حسين ددفتر څخه دې لړ کې دجاري شوي يو بيان ترمخه ممنون حسين دليدنې په مهال داوږدمهاله دفاعي شراکت دارۍ وړانديز کړى دکوم چې دترک ولسمشر لخوا ملاتړ شوى دى.

دواړو مشرانو دافغانستان په ګډون دسيمې په چارو او خپل مينځي اړيکو سيوا کولو هم اتفاق کړى دى.

ولسمشر ممنون حسين نيوکلير سپلا يرز ګروپ( اين ايس جي) کې دپاکستان په ملاتړ کولو دترک ولسمشر مننه کړې ده.

سږکال دجولا يي مياشت کې دپوځ ديوې ډلې لخوا دترک حکومت دتختې اړولو هڅه شوې وه خو دغه پوځي هڅه دترک ولس لخوا ناکامه کړى شوې وه دکوم څخه وروستو چې ترک حکومت په لکونو ياغي پوځيان، قاضيان او استاذان لرې کړي ،معطل کړي او يا نيولي وؤ.

دترک ولسمشر دپاکستان دسفر څخه دمخه دپاکستان دکورنو چارو وزارت پاکستان کې دپاک ترک سکولونو او کالجونو ترک عملې ته شلم نومبر پورې دملک دپريښودو امر کړى ؤ، دغه تعليمي ادارې په مشکوکه توګه امريکا کې دميشته ترک مبلغ فتح الله ګولن دنيټ ورک لاندې چليږي، په چا چې دترک ولسمشر اردګان لخوا دپوځي بغاوت دلمڅې تور لګول شوى ؤ.

ترکي ددغو تعليمي ادارو په ضد پاکستان څخه دګامونو اخستو غوښتنه کړې وه.

خپل يو پيغام کې ترک ولسمشر دياغيتوب په مهال دترک حکومت په ملاتړ دپاکستاني مشرتابه څخه مننه کړې.

ترک ولسمشر طيب اردګان دپاکستاني پارلمان ګډې غونډې ته وينا کړې چې ورسره هغه درې ځله دپاکستاني پارلمان ګډې غونډې ته وينا کوونکى لمړى غيرملکي شخصيت جوړ شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG