لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موزمبيق : دتيلو ټانکر کې چاودنې ٧٣ کسان وژلي


 دپېښې وروستو سيمې ته امدادي صحي ډلې رسيدلي او مړه او ژوبل کسان يې دايمبولينسونو له لارې نزدې روغتون ته رسولي دي.
دپېښې وروستو سيمې ته امدادي صحي ډلې رسيدلي او مړه او ژوبل کسان يې دايمبولينسونو له لارې نزدې روغتون ته رسولي دي.

دافريقايي هيواد موزمبيق شمالي سيمه کې دتيلو څخه ډک يو ټانکر کې دچاودنې له امله لږ ترلږه ٧٣ کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دپېښې وروستو سيمې ته امدادي صحي ډلې رسيدلي او مړه او ژوبل کسان يې دايمبولينسونو له لارې نزدې روغتون ته رسولي دي.

دچارواکو وينا ده په سړک يو اوښتي دتيلو ټانکر څخه سيمه ييزو خلکو تيل ويستل چې په دغه مهال چاودنه وشوه.

دغه چاودنه دملاوي دپولې سره نزدې رامينځته شوې، دچاودنې علت په سمدستي توګه نه دى په ډاګه شوى.

دحکومت لخوا دپېښې دپلټنو امر ورکړى شوى او دجمعې په ورځ په يوه حکومتي ډله دسيمې دوره کوي.

دموزمبيق شمير دنړۍ غريبو هيوادونو کې کيږي او داوچکالۍ او قط له امله ددغه هيواد دابادۍ لويې شمير دخوراک ترلاسه کولو کې دستونزو سره مخ دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG