لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې د عیسائي مذهب منونکي د کنټونمنټ بورډ څخه بهرکړی شوي


مظاهره چیانو په مال روډ ټيرونو ته اورونه اچولي او سړک یې د ټريفک دپاره بند کری ؤ.
مظاهره چیانو په مال روډ ټيرونو ته اورونه اچولي او سړک یې د ټريفک دپاره بند کری ؤ.

د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې په کنټونمنټ بورډ علاقه کې د عيسائي مذهب منونکي د کورونو نه ویستل شوي او دوي بیا د دغه عمل پرضد احتجاجي مظاهره کړې په مال روډ ئي ټيرونو ته اورونه اچولي او سړک یې د ټريفک دپاره بند کری ؤ.

د عیسائي مذهب منونکو په احتجاجي مظاهره کې چې ښځې هم په ګڼ شمېر کې شاملې وې دوي د کورونو نه ویستل کېدو پرضد تودې نعرې وهلې او د خپل حق غوښتنه يې کوله.

په دغه مهال د عیسائي ورورولۍ یو مشر جمشېد مسيح ډيوه ریډیو سره خبرو کې وويل چې دوي دلته د پاکستان د جوړېدو نه وړاندې د برطانوي حکومت د دور راسې اوسیږي، او دغه کورونه د دوي مشرانو ته تاج برطانیه د خدمت کولو په سر ورکړي وو.

هغه وویل په دغه ځای یې ۷۰ کاله وشول او اوس ورته د کنټونمنټ بورډ چارواکي وايي چې کورونه هغوی ته خالي کړي، او په دغه موخه يې نن د دوي کورنو ته تالې اچولي او سامانونه یې ورله بهر غورځولي دي.

دوي د حکومت د لوړ پوړو چارواکو نه غوښتنه کوله چې د کورونو کرایانې دې ترې اخلي ولې دوي دې بې کوره نه کړی شي ځکه چې دوي ځانله د کور جوړلو توان نه لري.

د مردان کنټونمنټ بورډ یو چارواکي په دغې اړه ډیوه ریډیو ته ویلي چې دا کورونه د کنټونمنټ بورډ د کارمندانو حق دی او دغه کسان په کنټونمنټ بورډ کښي ملازمين نه دي څوک چې دغلته اوسي، او دوي ته نوټسي ورکړی شوې وې خو د وخت تېرېدو باوجود دوي کورونه خالي نه کړل ځکه ورته تالې واچول شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG