لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د جنګي وسلو نهم نړیوال نندارتون پېل شوی


د ائيډياز ۲۰۱۶م په نوم د وسلو دغه نندارتون نن د نهې په ورځ د کراچۍ په اېکسپو سنټر کې پېل شو او د ۲۵ نومبر پورې به روان وي.
د ائيډياز ۲۰۱۶م په نوم د وسلو دغه نندارتون نن د نهې په ورځ د کراچۍ په اېکسپو سنټر کې پېل شو او د ۲۵ نومبر پورې به روان وي.

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي چې ملک يې په سیمه کې امن غواړي او ژمن دی چې د وسلې د زغل ډاډګېرنه ونه کړي.

په کراچۍ کې د جنګي سازوسامان او وسلو د نړیوال نندارتون ائيډياز ۲۰۱۶م د پرانستې دستورې ته په وېنا کې وزیراعظم نوازشريف وویل چې د تېر کال پرتله سږکال د ترهه ګرۍ په پېښو کې کمی راغلی او د هغې سره په ملک کې سرمایه کاري هم سېوا شوې ده.

هغه زياته کړه چې د پاکستان دفاعي صنعت په تېزۍ سره د پرمختيا په لور روان دی چې ثبوت يې په ائيډياز ۲۰۱۶م کې د يو شمېر بهرنو ملکونو د پلاؤ ګډون دی.

پاکستان دی ژمن دی چې په سیمه کې د وسلې د هیڅ یو زغل حوصله افزايي نه کوي او پاکستان یواځې وسله د امن دپاره په پاليسۍ يقين لري او پاکستان په دفاعي صنعت کې پرمختګ کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په ملک کې په تيرو ۱۲ میاشتو کې په صنعتي شعبه کې د بجلۍ لوډ شيډنګ ختم کړی شوی او تر ۲۰۱۸م کال پورې به په ټول ملک کې د بجلۍ لوډشېډنګ ختمولی شي.

د ائيډياز ۲۰۱۶م په نوم د وسلو دغه نندارتون نن د نهې په ورځ د کراچۍ په اېکسپو سنټر کې پېل شو او د ۲۵ نومبر پورې به روان وي.

د پرانستې دستورې ته په سر کې وویل شو چې په دغه نندارتون کې د ۳۴ ملکونو د وسلو جوړولو ۴۱۸ کمپنۍ برخه اخلي چې پکې د پاکستان ۱۵۷ کمپنۍ هم شاملې دي.

دې نندارتون ته " وسله د امن دپاره" نوم ورکړی شوی دی پاکستان کې دا نهم نندارتون دی.

د پرانستې په دستوره کې د وزيراعظم نوازشريف ترڅنګ د ملک د درې واړه ځواکونو مشران هم موجود وو.

په دې نندارتون کې لکسمبرګ، ډنمارک، بېلاروس، پولېنډ، چېک ريپبلک، سوئټزرلېنډ، بېلجئيم، نائجېريا او رومانيه په وړومبي ځل ګډون کوي.

د نهم ائيډياز ۲۰۱۶ په نوم د کراچۍ په اېکسپو سنټر کې روان د دې نندارتون تابيا ډيفنس اېکسپورټ اينډ پروموشن ارګنايزېشن له خوا شوې ده، په کراچۍ کې د وسلو د نندارتون په مهال سخت امنیتي ګامونه پورته کړی شوي او د اېکسپو سنټر نه چاپېره سړکونه د عامو ګاډو دپاره هم بند کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG