لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي پوځ په ډزو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي، ائي اېس پي ار


د پاکستان او هند ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د کشمير په ویشونکې پوله لائن اف کنټرول باندې نښتې سېوا شوي دي.
د پاکستان او هند ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د کشمير په ویشونکې پوله لائن اف کنټرول باندې نښتې سېوا شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ویلي د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر په نیلم وادۍ کې د هندپوځ د عامو خلکو په یو ګاډي (بس) باندې ډزې کړي چې پکې اووه کسان وژل شوي دي.

ائي اېس پي ار نن د چهارشنبې په ورځ جاري کړي یو بیان کې ویلي چې نیلم وادۍ کې بس باندې د ډهډیال په علاقه کې ډزې شوي او یو اېمبولنس هم د ډزو ښکار شوی دی. او د وژنو ترڅنګ پکې اووه کسان ژوبل شوي هم دی.

له دې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي ؤ چې هندي پوځ په کشمير کې ډزې پېل کړي او عام خلک هدف کوي.

راپورونه د هندي پوځ د ویاند کرنل نیتن جوشي له خلې وايي چې هندي ځواک د پاکستان لخوا د ډز بندې د معاهدې د سرغړونې کولو ځواب کوي.

ولې پاکستان وايي د هندي ځواکونو د ډزو ځوابي کارروایي کوي.

د پاکستان او هند ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د کشمير په ویشونکې پوله لائن اف کنټرول باندې نښتې سېوا شوي او تېره اوونۍ په دغه ډول بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي وو.

د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله کړکېچ له هغې وروستو سېوا شوی چې کله د ستمبر په میاشت کې هندي کشمير کې د پوځ په مرکز برید وشو او ۱۸ هندي عسکر پکې ووژل شو.

د دواړو ملکونو ترمنځ په کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون شوی ولې په پوله وخت په وخت د ډزو پېښې رامنځته کيږي او دواړه ملکونه په یو بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG