د بلوچستان صوبې په ګډاني سیمه کې د زړو سمندري جهازونو په اډه کې رامنځته شوې پېښه کې د خواريکښو خپلوانو غوښتنه کړې چې دوي ته دې انصاف ورکړی شي او په دغه پېښه کې ککړ خلک دې د قانون منګولو ته راوستی شي.
په کراچۍ پرېس کلب کې د نېشنل ټرېډ يونين فېډرېشن پاکستان يا د خواريکښو ملي سازمان مرستيال عمومي سېکتر ناصر منصور نن د پنجشنبې/زیارت په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کې وویل چې د نومبر په وړومبۍ نېټه د بلوچستان په ګډاني سيمه کې د زړوسمندري جهازونو ماتولو په اډه کې رامنځ ته شوې پېښې تر اوسه کوم کره معلومات ښکاره نه کړی شو.
(( تر اوسه پورې مونږ ته دا معلومات راکړې شوي چې په دغه پېښه کې اته ويشت مزدوران مړۀ، څلور بې درکه او دوه څلوېښت ژوبل شوي دي ولې د ۲۳ ورځو تېرېدو باوجود دا خبره په ډاګه نه کړې شوه چې په جاز کې د پېښې په وخت ټول څومره خواريکښ موجود وو)).
هغه زياته کړه چې په حکومتي کچ نه خو تر اوسه پورې د دغه پېښې د ښکار شوو خواريکښو څه مرسته وکړی شوه او نه د دغې پېښې ذمه وار په ګوته کړی شو.
نوموړي ووېل مرکزي حکومت د پېښې د پلټنو دپاره د دفاعي پېداوار د مرکزي وزير رانا تنویر په مشرۍ يوه کمېټي جوړه کړې وه چې دا به په اووه ورځو کې به وزيراعظم او ولس ته د پېښې پوره رپورټ وړاندې کوي.
ولې نه خو هغه رپورټ مخې ته راغلو او نه د بلوچستان د صوبايي حکومت د پلټنو کومه نتيجه ښکاره کړی شوه.
ناصر منصور ووېل چې د دغه پېښې وروستو په ګډاني کې د زړو جازونو ماتولو په اډه په مکمله توګه کار بند او ۱۲زره خواريکښ تر اوسه پورې بې روزګاره کړی شوي دي.
هغه ووېل چې په ګډاني کې د جازونو ماتولو نه ترلاسه کېدونکې اوسپنې دلاسه په کراچۍ او د ملک نورو برخو کې د اوسپنې د ملونو بندېدو اندېښنه راولاړه شوې د کوم په نتيجه کې چې درې نيم لکه خواري کښ د بې روزګارۍ ښکار کېدی شي.
د ناصر منصور په وېنا د ګډاني د جازونو ماتولو د اډې بندېدو له امله په مارکيټ کې د اوسپنې نرخ د يو ټن په سر د ۵۷زرو روپو نه تر ۶۸زرو روپو پورې رسېدلی دی.
هغه تور ولګوو ((چې په ګډاني کې د جازونو ماتوونکو مالکانو او ټېکدارانو د ځايي پوليس، د مزدورانو څانګې، کسټم چارواکو، ماحولياتي ادارې او د سوشل سېکورټي چارواکو يو غېر اعلانيه اتحاد جوړ کړی او د جازونو ماتولو اډه يې علاقه غېر جوړه کړې ده، هلته د ملک يو قانون نشته يواځې د مالکانو حکومت دی ، ځکه په دغه ځای کې خواريکښو ته هېڅ قسمه اسانتياوې او د هغوي جايز حقونه نه ورکول کېږي)).
نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې په دغه پېښه کې ککړ خلک د قانون منګولو ته راولي او د ګډاني د جازونو ماتولو د اډې دپاره دې کوټلې قانون سازي وکړي.
منصور د ګډاني په پېښه کې د وژل شوو او ژوبلو دپاره په سمدستي ډول د مالي مرستو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د پېښې پلټنيز رپورټ دې عام کړی شي.
په خبري غونډه کې د نېشنل ټرېډ يونين فېډرېشن د غړو ترڅنګ د ګډاني د پېښې د ښکار شوو خواريکښوخپلوان هم موجود وو.