لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ اسمبلۍ په زور د مذهب بدلولو پرضد قانون منظور کړی


د پاکستان په سندهـ ایالت کې د هندو لږکیو سره تعلق لرونکو جینکو تښتولو او په زور مسلمانولو او بیا واده کولو خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي،
د پاکستان په سندهـ ایالت کې د هندو لږکیو سره تعلق لرونکو جینکو تښتولو او په زور مسلمانولو او بیا واده کولو خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي،

د پاکستان سندهـ ایالتي اسمبلۍ د زیارت په ورځ د مذهب په زور بدلوونکو پر ضد یو بِل منظور کړی د کوم ترمخه به چې په زور مذهب بدلولو والا تن ته د پینځه ؤ کالو بند او جرمانه او په دې کې اسانتیا برابرؤنکي ته د درېو کالو بند او جرمانې سزا ورکولی شي.

سندهـ اسمبلۍ کې د مائنارټیز(لږکیو) ۲۰۱۶م په نوم دا بِل د مسلم لیګ فنګشنل ډلې غړي نندکمارګوکلاني وړاندې کړی او په متفقه توګه منظور کړی شوی دی.

د بِل ترمخه په کم عمر کې مذهب بدلول هم د سزا وړ جرم ګرځول شوی او که چرته څوک په کم عمر کې د مذهب بدلولو ادعا کوي نو هغه به نشي منلی کېدی.

د بِل ترمخه که په چا باندې د مذهب په زور بدلولو تور ثابتيږي نو هغه ته به د پینځه کالو دپاره د بنداو جرمانې سزا ورکولی شي او جرمانه به اغېزمن شوي فریق ته ورکړی کيږي د دې ترڅنګ په دې کار کې اسانتیا برابرؤنکي ته د درېو کالوبند او جرمانې سزا ورکولی شي.

بِل کې په زور د مذهب بدلولو پولیس یا عدالت ته د رپورټ کولو طریقه هم ښودل شوې ده او ویل شوي چې پولیس به په دغه تور ککړ تن په ۲۴ ساعتونو کې عدالت ته وړاندې کوي. او د نابالغه تن په اړوند به فېصله عدالت کوي.

د بِل ترمخه بالغ تن ته به د مذهب بدلولو د پرېکړې دپاره ۲۱ ورځې وخت ورکولی شي چې هغه خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي. او که چرته مذهب د بالغ تن سره د واده په صورت کې بدل شوی وي نو د عدالتي فېصلې پورې به هغه تن په خوندي ځای کې ساتلی شي.

د پاکستان په سندهـ ایالت کې د هندو لږکیو سره تعلق لرونکو جینکو تښتولو او په زور مسلمانولو او بیا واده کولو خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي،او په دغو جینکو کې د کم عمر جینکو تښتولو تورونه هم لګول کیږي.

ساؤتهـ ایشیا پارټنرشپ پاکستان نومې سازمان په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان کې د ښځو د حقونو دپاره کارکوؤنکي غېر دولتي سازمان عورت فاؤنډېشن سره په ګډه یو راپور خپور کړی ؤ چې پکې ویل شوي وو پاکستان کې هر کال نزدې ۱۰۰۰ جینکې په زور اسلام مذهب ته اړول کيږي.

د پاکستان هندو کونسل مشر او حکومتي واکمنه ګوند مسلم لیګ (ن) ډلې د قامي اسمبلۍ غړي رمیش کمار ډیوه ریډیو سره خبرو کې د سندهـ اسمبلۍ نه پاس شوي بِل په اړه وویل دا ښه قانون دی چې په زور د مذهب بدلولو په لړ کې جوړ شو.

ولې نوموړي زیاته کړه پاکستان کې یواځې دا نه بلکې د ښځو د حقونو په اړوند نور قوانین هم جوړ شوي دي هغه وویل قانون جوړل معنی نه لري بلکي قوانین عملي کېدو ته اړتیا لري. پکار ده چې په قانون عمل وشي او خلکو ته يې ګټه ورسي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG