لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وايي دچمن په پوله دبيرغ راکوزولو دستوره پارونکې ده


 دافغانستان دخارجه وزارت څخه دې لړ کې جاري شوي يو بيان کې خبردارى ورکړى شوى چې دچمن په سرحدي لاره دپاکستان دغه ګام ددوه اړخيزه ژمنو څخه سرغړونه ده او موجوده حساسو حالاتو کې خپل مينځي اړيکې خرابولى شي.
دافغانستان دخارجه وزارت څخه دې لړ کې جاري شوي يو بيان کې خبردارى ورکړى شوى چې دچمن په سرحدي لاره دپاکستان دغه ګام ددوه اړخيزه ژمنو څخه سرغړونه ده او موجوده حساسو حالاتو کې خپل مينځي اړيکې خرابولى شي.

افغانستان دخپل ګاونډي هيواد پاکستان لخوا دچمن په سرحدي لاره دبيرغ راکوزولو لپاره ديو اړخيزه دستورې تابيا " غيرمناسبه ، پارونکې" ګرځولې او ددې غندنه يې کړې ده.

دافغانستان دخارجه وزارت څخه دې لړ کې جاري شوي يو بيان کې خبردارى ورکړى شوى چې دچمن په سرحدي لاره دپاکستان دغه ګام ددوه اړخيزه ژمنو څخه سرغړونه ده او موجوده حساسو حالاتو کې خپل مينځي اړيکې خرابولى شي.

افغانستان په روايتي توګه پاکستان سره په لګيدلې خپله پوله دپاکستان لخوا دمستقل نوعيت دتعميراتو مخالفت کوي ځکه چې کابل ددواړو هيوادونو ترمينځ بين المللي پوله نه مني.

ځينې افغانان دچمن په سرحدي لاره دپاکستان لخوا دبيرغ دراکوزولو دستوره، چې پکې دسرحدي ځواکونو پريډ هم شامل دى، داسلام اباد لخوا د٢٦٠٠ کلو ميټره اوږدې پولې، په باضابطه توګه دپولې منلو يوه هڅه ګرځوي، ددواړو هيوادونو ترمينځ دغه پوله دډيورنډ لا ين په توګه پيژندلى شي.

افغانستان ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالي ترهه ګرۍ سره تړلي چې تورونه يې په پاکستان لګوي.

پاکستاني چارواکو اوسنو مياشتو کې سرحدي کنټرول سخت کړى کړى او په ګڼو مقاماتو يې په غوره الاتو سمبال تنصيبات قايم کړي.

داسلام اباد وينا ده ددغو ګامونو سره به په پوله دمشکوکو کسانو غيرقانوني تګ راتګ او ددواړو اړخو څخه دتندلارو مخنيوي کې مرسته ترلاسه شي.

خو افغانستان دپاکستان دغه دعوې ردوي او پاکستان څخه غوښتنه کوي چې پخپله خاوره دې دتندلارو جوړې ځالې له مينځه يوسي کومې چې ددواړو هيوادونو دامن او ثبات لاره کې حقيقي خنډ دى.

دپاکستان لخوا دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت په دغه بيان تر دې مهاله کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG