لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کیوبا پخوانی صدر فیدل کاسترو ومړ


فیدل کاسترو په کیوبا کې د نیمې صدۍ پورې حکومت کړی او په کال ۲۰۰۸م کې يې واک خپل ورور راول کاسترو ته سپارلی ؤ.
فیدل کاسترو په کیوبا کې د نیمې صدۍ پورې حکومت کړی او په کال ۲۰۰۸م کې يې واک خپل ورور راول کاسترو ته سپارلی ؤ.

د کیوبا پخوانی صدر او د کمیونسټ انقلاب مشر فیدل کاسترو د ۹۰ کالو په عمر کې ومړ، دغه اعلان د هغه ورور او کیوبا صدر راول کاسترو کړی دی.

فیدل کاسترو په کیوبا کې د نیمې صدۍ پورې حکومت کړی او په کال ۲۰۰۸م کې يې واک خپل ورور راول کاسترو ته سپارلی ؤ.

کیوبا کې یو ګوندیز نظام دی او فیدل کاسترو د یوې اوږدې مودې نه د دغه ګوند مشر پاتې شوی دی.

د امریکا ملاتړي د کیوبا جلاوطنو په ملک کې لاس وهنې، د غټو قوتونو د میزایلو کړکېچ، د هغه د وژنو د څو سازشونو او تر څو لیسزو پورې د امریکا د بندېزونو باوجود هم فیدل کاسترو د کمیونسټ حکومت واک په ځای ساتلی.

نوموړي چې تر ډېره عمره ژوندی پاتې شو اخره کې يې هغه وخت هم وليدو چې کله واشنګټن د هوانا سره د بشپړ سفارتي اړیکو پر ځای کولو اعلان وکړو، او د هغې وروستو د امریکا صدر باراک اوباما په مارچ ۲۰۱۶م کې د سفر وکړو.

فیدل کاسترو د کال ۱۹۲۶م د اګست په ۱۳م نېټه زېږېدلی ؤ، هغه په ځوانۍ کې د هغه وخت د آمر فلګینسیو بتیستا په ضد راپورته شوي پاڅون کې شریک شوی او بیا د دغه تحریک مشر شو.

نوموړي د ګوریلا ځواک مشري هم کړې او د بتیستا پوځ ته يې ماتې ورکړې او په کال ۱۹۵۹م کې يې د کیوبا واک سمبال کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG