لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کیلیفورنیا کې درې جوماتونو ته د ګواښ خطونه لیږل شوې دي


د ساز جوز ښار د پولیس محکمې ویاند سارجنټ اینریک ګارسیا ویلي چې پولیس ( د کرکې) په اړوند د پېښې پلټنې پېل کړي دي.
د ساز جوز ښار د پولیس محکمې ویاند سارجنټ اینریک ګارسیا ویلي چې پولیس ( د کرکې) په اړوند د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

د امریکا د کيلیفورنیا ریاست د بشري حقونو دپاره کارکونکی تنظیم د جوماتونو د ساتنې دپاره د اضافي پولیسو په ځای کولو غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه په کیلیفورنیا کې جوماتونو ته د ګواښ د خط مېلاوېدو وروستو شوې ده، په کوم خط کې چې د نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ ستاینه شوې او د مسلمانانو د نسل کشۍ ګواښ پکې شوی دی.

د امریکا یوې وتلې ورځپاڼې لاس اېنجلس ټائمز د خالي په ورځ خپور کړي یو راپور کې د کونسل آن امریکن اسلامک ریلیشنز لخوا ویلي په لاس لیکل شوی دغه خط تېره اوونۍ د اسلامک سنټر لانګ بیچ، اسلامک سنټر آف کلیرمون او سان جوز د ایورګرین اسلامک سنټر ته مېلاؤ شوی دی.

په خط کې د مسلمانانو دپاره سختې کلمې کارول شوي او دا د ( امریکن فار ای بېټر وی) نومې ډلې لخوا لیکل شوی دی، دغه خط د لاس اېنجلس جومات ته د چهارشنبې او سان جوز جومات ته د پنجشنبې په ورځ مېلاو شوی دی.

د کونسل آن امریکن اسلامک ریلیشنز ترمخه په خط کې لیکل شوي چې ( په ښار کې نوی شیرف راغلی، ډونلډټرمپ، هغه امریکا پاکوي او بیا یې روښانه کوي او پېل یې ستاسو(مسلمانانو) نه کوي).

د کونسل مشر حسېن انجلوس ویلي د لاس اېنجلس په کاؤنټۍ کې په جومات کې د موجودو خلکو د دغه خط له کبله زړونه ازارېدلي دی، هغه ویلي د ټرمپ انتخابي کمپاين کې ( د کرکې ډک غېر زمه وار بیانونه) د ټرمپ د پلویانو د کرکې سېوا کېدو سبب جوړ شوي دي.

هغه ویلي ( زه دا نه ویل غواړم چې ټرمپ خلک نسل پرست جوړ کړل، هغه دا ویلي شي چې د دې زمه وار نه دی او زه ورته احترام لرم، زه نوي ټاکل شوي صدر ته وریادوم چې دا يې زمه واري چې د ټولو امریکايي وګړو د صدر په توګه کار وکړي).

د ساز جوز ښار د پولیس محکمې ویاند سارجنټ اینریک ګارسیا ویلي چې پولیس ( د کرکې) په اړوند د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG