لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتايوان ولسمشرې سره دټرمپ په ټيليفوني رابطه دچين نيوکه


 دچين دخارجه چارو وزير وانګ يي دخالي په ورځ هيله څرګنده کړې ده چې ددغه ټيليفوني کال په نتيجه کې به واشنګټن سره دبيجنګ اړيکو ته زيان ونه رسيږي.
دچين دخارجه چارو وزير وانګ يي دخالي په ورځ هيله څرګنده کړې ده چې ددغه ټيليفوني کال په نتيجه کې به واشنګټن سره دبيجنګ اړيکو ته زيان ونه رسيږي.

دامريکا منتخب ولسمشرې ډونلډ ټرمپ دتايوان صدرې سائي انګ ون سره په ټيليفوني خبرو دچين لخوا نيوکه شوې ده.

دچين دخارجه چارو وزير وانګ يي دخالي په ورځ هيله څرګنده کړې ده چې ددغه ټيليفوني کال په نتيجه کې به واشنګټن سره دبيجنګ اړيکو ته زيان ونه رسيږي.

دچين دخارجه چارو دوزارت يو بيان کې ويل شوي دي دا خبره په ګوته کيدل پکار دي چې نړۍ کې يواځې يو چين دى او تايوان دچين دسيمې يوه نه بيليدونکې برخه ده.

دجمعې په ورځ ټرمپ ګڼو نړيوالو مشرانو سره په ټيليفوني خبرې کړې وې خو په ځانګړې توګه دتايوان صدرې سائي سره په شوو خبرو منتخب ولسمشر دسختو نيوکو سره مخ شوى.

انديښنه ده چې په دې دچين لخوا دغصې څرګندونه کيدى شي ، چين تايوان خپله برخه ګڼي.

دا د کوم امريکايي ولسمشر يا منتخب ولسمشر او دتايوان دمشرې ترمينځ د١٩٧٩ء څخه راپديخوا لمړۍ ټيليفوني رابطه ګڼلى شي،په کال ١٩٧٩ء کې امريکا تايوان سره سفارتي اړيکې پرې کړې وې.

ټرمپ په ځان دنيوکو ځواب ورکړى او ويلي يې دي چې دتايوان صدرې هغه ته دصدارتي ټاکنو په ګټلو مبارکۍ لپاره هغه ته فون کړى.

وروستو په ټويټر ټرمپ ويلي وو زړه راښکونکې خبره ده چې امريکا تايوان ته داربو ډالرو پوځي سازوسامان ورکوي خو هغه ته دمبارکۍ کال قبلول نه وو پکار.

دتايوان دولسمشرې ددفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه ټرمپ سره ټيليفوني خبرو کې سايي ددې هيلې څرګندونه کړې چې امريکا به بين المللي چارو کې دتايوان شراکت داري دوامداره ساتي.

بيان کې ويل شوي دي دواړو مشرانو اسيا کې دسيمه ييز وضعيت ترڅنګ دتايوان او امريکا ترمينځ داړيکو په راتلونکي هم خبرې کړي.

دټرمپ وياندې کيليان کونوى ويلي وو منتخب صدر په ښه توګه پوهيږي چې دتايوان په اړه دامريکا تګلاره څه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG