د کراچۍ ښار په شاهراه فېصل سړک باندې د صدر په علاقه کې یو شخصي هوټل (ریجنټ پلازه) کې د اُور لګېدو پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او۴۵ کسان ژوبل شوي دي.
د ښار د جنوبي ضلعې د پولیس چارواکو ویلي اُور د شپې لګېدلی او د هوټل چارواکو ویلي په باورچي خانه کې لګېدلي اُور او لُوګی په نور هوټل کې خور شوی دی.
پولیس پېښه کې د ۱۱ کسانو د وزنې پخلی کړی دی.
د ښار د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سیمې جمالي هم پېښه کې د ۱۱ کسانو د وژنې پخلی کړی او ویلي يې په مړه شوؤ کې څلور ښځې او اووه سړي شامل دي په سړو کې د درېو کسانو پېژندګلو شوې چې ډاکټران دي.
د سیمې جمالي په وینا روغتون ته د اُور د پېښې نه اغېزمن نزدې ۷۰ تنه راوړل شوي چې ځينې پکې بهر ملکیان هم شامل دي.
ډاکټرې ویلي زیات خلک د لُوګي او ساه بندېدو نه اغېزمند شوي دي.
ریجنټ پلازه نومې هوټل د جناح روغتون سره نزدې موقعیت لري.
د چارواکو په وینا هوټل کې اُور مړ کړی شوی او ټول خلک ترې ویستل شوی دی.
د کراچۍ ښاروال وسیم اختر د شپې هوټل ته ورغلی او ویلي يې د هوټل نه حادثې په وخت د وتلو لار نه وه ځکه پکې خلک ګېر پاتې شوي دي.
راپورونه وايي نزدې په ۴۰۰ کمرو مشتمل هوټل کې خواؤشا ۳۰۰ کسان موجود وو.
وزیراعلی سندهـ مرادعلي شاه د پېښې نوټس اخستی او د پلټنو امر یې کړی چې اُور څنګه لګېدلی او د انتظاماتو معلومولو هدایات يې جاري کړي دي.