لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه د څلورو ترهګرو د تېزندۍ منظوري ورکړې


د جنرال باجوه د پاکستان د پوځ سرلښکر د چوکۍ سبمالولو وروستو دا وړومبی ځل دی چې د ترهګرو د تېزندۍ منظوري يې ورکړه.
د جنرال باجوه د پاکستان د پوځ سرلښکر د چوکۍ سبمالولو وروستو دا وړومبی ځل دی چې د ترهګرو د تېزندۍ منظوري يې ورکړه.

د پاکستان د پوځ نوي سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه نن د ګل/دوشنبې په ورځ د څلورو سخت دریزه ترهګرو د تېزندۍ د سزا منظوري ورکړې ده.

د جنرال باجوه د پاکستان د پوځ سرلښکر د چوکۍ سبمالولو وروستو دا وړومبی ځل دی چې د ترهګرو د تېزندۍ منظوري يې ورکړه.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې آئي اېس پي ار ترمخه سزا وار شوي وسله وال ترهګرو بریدونو، بې ګناه خلکو په وژنو، امنیتي ادارو په چارواکو او ایئرپورټ په ساتونکو باندې حملو کې ککړو وو.

پوځي بیان کې ویل شوي چې دغه ترهګر د کراچۍ په نړیوال هوايي ډګر، کراچۍ کې د سي ائي ډي پوليس په مرکز، سکهر کې د آئي اېس آئي په دفتر او امنیتي ځواکونو په کاروان د بریدونو جوړونکي وو.

آئي اېس پي ار ویلي سزا وار شوي وسله وال په کراچۍ کې د سي آئي ډي پولیس یو افسر چوهدري اسلم ترڅنګ د ۵۸ کسانو په وژنو او ۲۲۶ په ژوبلولو کې ککړ وو، او د دوي د ولقې نه چاؤدېدونکي مواد او وسله هم ترلاسه شوې وه.

پوځي بیان کې ویل شوي چې سزاوار شوي درې ترهګر عطاالرحمان ولد فقیرمحمد، محمدصابر ولد الف ګل او محمد فاروق بهټي ولد محمداسحاق چې تعلق يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره وو په بې ګناه خلکو، د آئي اېس آئي په دفتر، کراچۍ کې په هوائي ډګر او پولیس افسر چوهدري اسلم باندې بریدونو کې لاس درلود.

څلورم سزاوار ترهګر چې ګل زرین ولد ګل شریف نوميږي د هغه تعلق هم د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی او هغه په پولیس بریدونو او بمي چاؤدنو کې ککړ وو.

د پوځي بیان ترمخه وسله والو د عدالت په وړاندې خپل جرمونه منلي او د پوځي عدالتونو لخوا ورته د مرګ سزا اورول شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG