لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران باندې بندېزونه غځول د جوهري تړون سرغړونه ده، روحاني


روحاني ویلي بندېزونه غځول به د جوهري تړون ښکاره سرغړونه وي.
روحاني ویلي بندېزونه غځول به د جوهري تړون ښکاره سرغړونه وي.

د ایران صدر حسن روحاني خبرداری ورکړی که چرته امریکا يې په ملک باندې لګولي بندېزونه وغځول نو سخت غبرګون به يې مخې ته راشي.

د امریکا کانګرس کې تېره اوونۍ د ایران د جوهري پروګرام په لړ کې لګېدلو بندیزونو د نورو ۱۰ کالو دپاره غځولو په اړوند رايې شماري شوې وه.

د نهې په ورځ د تهران په پوهنتون کې محصیلینو ته په وینا کې د ایران صدر وویل که چرته امریکايي صدر باراک اوباما دا بندېزونه نافذوي نو دا به د تېر کال د جوهري تړون ښکاره سرغړونه وی.

ویل کېږي چې صدر اوباما د جنورۍ په میاشت کې د دفتر پرېښودو نه وړاندې ایران باندې د بندېزونو قانون لاسلیک کړي او انتظامیې يې ویلي دي چې دا بندېزونه د جوهري تړون سرغړونه نه ده.

ریپبلکن غړو د ایراني صدر په بیان کومه اندېښنه نه ده ښودلې او د هغه دړکه يې رد کړي دي.

د فلورېډا نه سینیټر مارکو روبیو وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي هغه د ایران غبرګون هډو په خاطر کې نه راولي او د هغه په وینا دغه ملک ( په نړۍ کې د ترهګرو تر ټولو غټ مرستندویه دی).

او د جنوبي کېرولائنا نه سینیټر لنډسی ګراهم د ایران غبرګون(دړکه) ګرځولې او وایس اف امریکا ته یې ویلي راتلونکي کال په ایران نور بندېزونه لګېدی شي.

کانګرس په وړومبي ځل کال ۱۹۹۶م کې ایران باندې د بندېزونو قانون منظور کړی او د هغې وروستو څو ځله بیا نوی کړی شوی دی.

صدر روحاني په تهران کې خپله وینا کې ویلي ( امریکا ... يې دښمنه ده، مونږ له په دې کې شک کول نه دي پکار او امریکا په مونږ باندې هر ډول فشار اچول غواړي).

د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ د وړاندې نه ویلي دي چې د صدر د چوکۍ سمبالولو وروستو به جوهري تړون د مینځه لرې کړي، او په ښکاره د روحاني غبرګون هم دغه بیان ته دی.

روحاني په خپله وینا کې د ټرمپ د نوم اخستو پرته وویل چې ( په امریکا کې یو سړی منتخب) شوی دی. او ( د دغه سړي چې کومې منصوبې دي هغه به وروستو ښکاره کيږي او هغه جوهري تړون کمزوری او تار تار کول غواړي، ستاسو په خیال به مونږ هغه داسې کولو ته پرېږدو؟ ایا زمونږ قوم به د دې اجازه ورکړي؟).

ډونلډټرمپ په خپل انتخابي مهم کې دغه جوهري تړون ته (تباه کُن) ویلې او ژمنه يې کړې وه چې په دغه اړوند به بیا خبرې کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG