لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د جهاز غورځیدو له امله د مهمو شخصیاتو پشمول۴۸کسان وژل شوي


راپورونه وايي په دغه الوتکه د الوتکې د کارمندانو په ګډون ۴۸ کسان سواره وو.
راپورونه وايي په دغه الوتکه د الوتکې د کارمندانو په ګډون ۴۸ کسان سواره وو.

د پاکستان د دولتي هوائي شرکت (پي ائي ای) د مسافرو یوه الوتکه د خېبرپښتونخوا د هزاره ډویژن په حویلیا سیمه کې غورځېدلې ده. د پېښې ځای ته امدادي ټیمونه رسېدلي دي.

د پاکستان د الوت ملکي ادارې (سېول ايوي اېشن اتهارټۍ) او د هزاره ډویژن د پولیس مشر ډي ائي جي سعید وزیر د مسافرو د الوتکې غورځېدو پخلی کړی دی.

د سرکاري میډیا ترمخه د مسافرو الوتکه (ای ټي ارـ ۴۲) د چترال سیمې نه اسلام اباد ته په پرواز وه او په حویلیا کې غورځېدلې ده.

د پي ائي ای لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي په دغه الوتکه (ای ټي ارـ ۴۲) کې د املې په ګډون ۴۸ کسان سواره وو. الوتکه کې ۳۱ سړي، نهه ښځې، دوه ماشومان او پینځه د الوتکې کارمندان او یو انجینیر شامل دي.

د بیان ترمخه دغه الوتکه په لس منټه کم څلور بجې د چترال نه الوتې او د کنټرول ټاور سره يې په شل منټه کم پينځه بجې رابطه کټ شوې ده.

په الوتکه کې د سورو مسافرو د فهرست ترمخه الوتکه کې یاد نعت خوان او پخوانی سندرغاړی جنېدجمشېد او د هغه مېرمن هم سور وو، دغه رنګ د چترال ضلعې مرستیال کمشنر اسامه وړائچ هم د الوتکې په مسافرو کې شامل دی.

چارواکو په رسمي ډول د الوتکې د پېښې پوره تفصیل نه دی خپور کړی چې د الوتکې غورځېدو علت څه وو.

وزیراعظم نوازشریف اړونده ادارو ته امر کړی چې د پېښې موقعې ته ورسي او په امدادي کارونو لاس پورې کړي. نوموړي ویلي د اسلام اباد او چترال په هوائي اډو د خلکو د خبرولو دپاره د انتظام کولو هدایات جاري کړي دي.

دميډيا راپورونه وايي دتباه شوې الوتکې دکيڼ اړخ انجن کې نقص و او الوتکه دتکنيکي خرابۍ له امله راغورځيدلې او تباه شوې ده.

دبرطانوي خبري ادارې رايټرز ترمخه دحويليا يو حکومتي چارواکي تاج محمد خان ويلي دي عيني شاهدانو ورته ويلي الوتکه يوه غرييزه سيمه کې راغورځيدلې او دراغورځيدو څخه دمخه الوتکه کې اور لګيدلى ؤ.

خو دالوتکې دراغورځيدو کوم غوڅ علت مخې ته نه دى راغلى او نه هم دپي ايي اى لخوا په دې اړه کوم پخلى شوى.

دالوتکې دبليکس باکس دترلاسه کيدو وروستو به معلومه شي چې پايلټ دالوتکې دتباه کيدو څخه دمخه کنټرول ټاور سره څه رقم تماس نيولى و که نه؟

دپي ايي اى وياند دانيال ګيلاني ويلي دي کنټرول ټاور ته دخطرې اشاره ليږل شوې وه دکوم څخه وروستو چې دالوتکې دتباه کيدو خبر ورورسيدو.

هغه ويلي تباه شوې الوتکه اى ټي ار ٤٢ وه او خواوشا لس کاله زړه وه او په ښه حالت کې وه.

دپاکستاني ميډيا راپورونو کې دعيني شاهدانو له خُلې ويل شوي چې هغوي الوتکه ديو غر سره دټکر کيدو وروستو په داسې حال کې دراپريوتو په حالت کې ليدلې چې پکې اور لګيدلى و، او دراپريوتو څخه وروستو په بشپړه توګه وسوځيده او ايره شوه.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار وينا ده چې پوځي هيلي کاپټر او عسکر دحادثې ځايې ته رسيدلي دکوم څخه وروستو چې امدادي هلې ځلې پيل کړى شويدي.

دميډيا راپورونو ترمخه الوتکه کې دعملې پينځه کسان، يو ګراؤنډ انجنير،٤٢ مسافر او درې غيرملکي مسافر سواره وو چې پکې دوه چيني او يو برطانوي وګړى و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG