لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونيشيا:دزلزلې له امله دمړو شمير کې اضافه،امدادي کار روان


دجزيرې سماټرا شمالي برخه کې راغلې دشپږ اعشاريه پينحه شدت زلزلې له امله ګڼې ودانۍ راپريوتې وې، دغه زلزله کې شپږ سوه کسان ژوبل شوي هم دي.
دجزيرې سماټرا شمالي برخه کې راغلې دشپږ اعشاريه پينحه شدت زلزلې له امله ګڼې ودانۍ راپريوتې وې، دغه زلزله کې شپږ سوه کسان ژوبل شوي هم دي.

انډونيشيا کې تيره ورځ دراغلې زلزلې له امله دمړو شمير دسلو څخه اوښتى او دزيارت په ورځ هم امدادي ډلې دراپريوتو ودانو دملبې څخه دلاندې شوو کسانو لټون کوي.

دجزيرې سماټرا شمالي برخه کې راغلې دشپږ اعشاريه پينحه شدت زلزلې له امله ګڼې ودانۍ راپريوتې وې، دغه زلزله کې شپږ سوه کسان ژوبل شوي هم دي.

دبيړني امداد دادارې چارواکي او کارکوونکي په زلزله ځپلو امدادي څيزونه ويشي او دطبي مرستې ورکولو لپاره اپيل هم کولى شي.

په زرګونو خلکو دشپې جوماتونو، عارضي ځايونو او په ميدانونو شپه تيره کړې، حکومت آچى صوبه کې دوو اوونو لپاره بيړنى وضعيت پځايې کړى دى،جزيره سماټرا هم دغه صوبه کې موقعيت لري.

امدادي کارونو کې په زرګونو کارکوونکي مصروف دي او حکومت اراده څرګنده کړې چې زلزله ځپلو ته به هره ممکنه مرسته ورکولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG