دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا دعوه کړې چې پاکستان دترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي او افغان خاوره دترهه ګريزو هلو ځلو لپاره کارولى شي.
دافغانستان لخوا تر دې مهاله دپاکستان په دغه تازه بيان کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اسلام اباد کې ميډيا ته داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل سږکال دجولايي دمياشتې څخه تراوسه افغانستان کې دحقاني نيټ ورک، تحريک طالبان افغانستان، تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار اته لوړپوړي کمانډران وژل شوي او دهغه په قول دې سره ددې خبرې پخلى کيږي چې افغان خاوره ددغو ترهه ګريزو ډلو لخوا دترهه ګريزو هلو ځلو لپاره کارولى شي.
په ډاګه دې وي چې اشرف غني دطالبانو ديو مشر اوسني بيان په اشارې کولو سره ويلي وو که چرې هغوي ته په پاکستان کې پناه ترلاسه نه شي نو هغوي تر يوې مياشتې هم(ژوندي) پاتې نه شي.
داسيا زړه کانفرنس ته پخپله وينا کې اشرف غني دپاکستان په اړه ويلي وو پاکستان افغانستان ته دپينځوو سوو ملينو ډالرو دمرستې ورکولو اعلان کړى خو دهغه په قول غوره به دا وي چې پاکستان دغه پيسې دترهه ګرۍ په ضد وکاروي.
اشرف غني دپاکستان دنوم اخستو پرته ويلي وو اوس هم سيمه کې يو شمير هيوادونه ترهه ګرو ډلو ته پناه ورکوي او ملاتړ يې کوي.
دافغان ولسمشر اشرف غني لخوا هند کې دايشيا زړه کانفرنس کې په پاکستان دلګول شوو تورونو په اړه نفيس زکريا وويل پاکستان دټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي.
ددواړو هيوادونو دچارواکو لخوا په يو بل دترهه ګرۍ دملاتړ کولو دتورونو له امله داسلام اباد او کابل اړيکې اوسنو مياشتو کې تاؤژنې شوي دي.
اشرف غني تور لګوي دپاکستان خفيه ايجنسۍ په خفيه توګه افغانستان کې دطالبانو دياغيتوب ملاتړ کوي او هغوي ته دپولې پورې غاړه دخپلې خاورې دکاورولو اجازه ورکوي.
اسلام اباد دغه تورونه ردوي او په افغان چارواکو تور لګوي چې هغوي پخپله خاوره پاکستان ضد جنګيالو ته پناه ورکوي.
پاکستان په اوسنو مياشتو کې په ملينونو غيراندراجه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې ورسره اړيکې نورې هم تاوژنې شوي.