لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي کانګريس پاکستان ته دمشروط امداد ورکولو منظوري ورکړې

 ددغه پيسو څخه نهه سوه ملينه ډالره پاکستان ته دادايګۍ لپاره دي خوامريکايي کانګريس ويلي دي پاکستان لپاره به دې کې څلور سوه ملينه ډالره مرسته تر هاغه وخته نه شي جاري کولى ترڅو چې دامريکا ددفاع وزير دا پخلى نه وي کړى چې اسلام اباد دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد کوټلي ګامونه اخلي، دغه ډله دپاکستان ګاونډي هيواد افغانستان کې په امريکايي او افغان ځواکونو بريدونو کې ککړه ده.

دامريکايي کانګريس دواړو ايوانونو د٢٠١٧م ملي دفاع داتهارايزيشن ايکټ منظوري ورکړې ده، دغه بل کې يو اعشاريه يو بلينه ډالر دهاغو هيوادونو لپاره دي چې افغانستان کې دامريکايي پوځي عملياتو ملاتړ کوي.

ددغه پيسو څخه نهه سوه ملينه ډالره پاکستان ته دادايګۍ لپاره دي خوامريکايي کانګريس ويلي دي پاکستان لپاره به دې کې څلور سوه ملينه ډالره مرسته تر هاغه وخته نه شي جاري کولى ترڅو چې دامريکا ددفاع وزير دا پخلى نه وي کړى چې اسلام اباد دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد کوټلي ګامونه اخلي، دغه ډله دپاکستان ګاونډي هيواد افغانستان کې په امريکايي او افغان ځواکونو بريدونو کې ککړه ده.

امريکايي کانګريس دا هم ويلي چې ډاکټر شکيل افريدى يو نړيوال اتل دى او دپاکستان حکومت دې هغه په سمدستي توګه دزندان څخه خوشې کړي.

شکيل افريدى هاغه پاکستانى ډاکټر دى امريکايي سي ايي اى سره دمرستې کولو په غرض يې په کال ٢٠١١م کې دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن دموجودګۍ ثابتولو لپاره سيمه کې دويکسينيشن جعلي مهم چلولى و.

دزيارت په ورځ سينيټ کې دغه بل اوو مخالفو ووټونو په مقابله کې په ٩٢ ووټونو سره منظور کړى شوى او داستازو دايوان څخه د٣٤و مخالفو ووټونو په مقابله کې په ٣٧٥ ووټونو سره يې منظوري ورکړى شوې، دغه بل به اوس دقانوني شکل خپلولو لپاره دولس مشر براک اوباما دلاسليک په غرض سپينې ماڼۍ ته ليږلى شي.

په دغه ايکټ کې دنيول شوو پېسو څخه دمرستې ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې پاکستان څلور شرطونه پوره کړي.

دامريکا ددفاع وزير ته به ددې خبرې ضرورت وي چې هغه پخلي وکړي چې پاکستان پوځي عمليات دوامداره ساتلي دکومو له لارې چې پاکستان کې دحقاني نيټ ورک دخوندي ځالې او تګ راتګ مخه نيولى شي.

هغه ته به ددې خبرې دپخلي کولو ضرورت هم وي چې پاکستان داسې ګامونه اخستي چې څرګنديږي دغه هيواد(حقاني نيټ ورک) دخپل هيواد دخاورې کارولو څخه منعې کوي.

ددفاع وزير ته به دا پخلى هم کول وي چې پاکستان په فعاله توګه افغانستان سره په پوله دحقاني نيټ ورک پشان دجنګيالو دتګ راتګ محدودولو لپاره مرسته کوي.

او په وروستي پخلي کې دا خبره شامل ده چې پاکستان دحقاني نيټ ورک دلوړپوړو او مينځنۍ درجې دکارکوونکو نيولو کې پرمختګ ښودلى دى.

د٢٠١٦م مالي کالي، کوم چې په اکتوبر کې ختم شوى، دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر ددغسې پخلي کولو څخه انکار کړى و او پاکستان ته ٣٠٠ ملينه ډالره محدودې کړې شوې پيسې نه وې ترلاسه شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG