د پاکستان د استخباراتي ادارې (انټر سروسز انټیليجنس) نوی مشر لفټننټ جنرال نوید مختار وټاکل شو، نوموړی له دې وړاندې د کراچۍ کور کمانډر ؤ.
د لفټننټ جنرال نوید مختار نه وړاندې لفټننټ جنرال رضوان اختر د ائي اېس ائي مشر ؤ، او نوموړي چې په کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو مشر ؤ له دغه ځایه د ائي اېس ائي مشر جوړ کړی شوی ؤ.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار په خپل ټویټر اکاؤنټ باندې د ائي اېس ائي د نوي مشر جوړېدو خبر خپور کړی دی.
له دې وړاندې په یو بل بیان کې ائي اېس پي ار د ائي اېس ائي د موجوده مشر لفټننټ جنرال رضوان اختر او نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو د چوکو بدلېدو خبر ورکړی ؤ.
رضوان اختر د نیشنل ډيفنس یونیورسټي صدر جوړ کړی شوی دی.
د کراچۍ د رېنجرز ځواکونو مشر لفټننټ جنرال بلال اکبرچيف آف جنرال سټاف جوړ کړی شوی او په کراچۍ کې د هغه په ځای د بل کوم چارواکي راوستو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پی ار مشر لفټننټ جنرال عاصم سلیم باجوه هم د خپلې چوکۍ نه جي اېچ کیو کې انسپکټر جنرال ارمز لګول شوی دی، نوموړی د کال ۲۰۱۲م د جون په میاشت کې د ائي اېس پي ار مشر ټاکل شوی او په ستمبر ۲۰۱۵م کې يې د لفټننټ جنرال چوکۍ ته ترقي شوې وه.
د دې نه علاوه د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرال هدایت الرحمان هم بدل کړی شوی او په جي اېچ کیو کې انسپکټر جنرال ټرېننګ اېنډ ایوالیوېشن ټاکل شوی دی.
لفټننټ جنرال نزیر بټ د نیشنل ډیفنس یونیورسټي نه د پېښور کور کمانډر لګول شوی دی.
د ائي اېس پي ار ترمخه د همایون عزیز، قاضي اکرام، شېرافګن، محمدافضل او نعیم اشرف ترقي شوې او د لفټننټ جنرال عهدې ورله ورکړی شوي دي.
همایون عزیزاو قاضي اکرام په جي اېچ کيو کې په ځای کړی شوي او شېرافګن د بهاولپور کورکمانډر جوړ کړی شوی دی.
محمدافضل به د ډائريکټر جنرال فرنټیر ورکس ارګنائزېشن په حېث خپله دنده ترسره کوي او نعیم اشرف د ټېکسلا هېوې انډسټري چیئرمېن لګول شوی دی.
د پوځ د لوړ پوړو افسرانو ترقۍ او تبادلې په داسې وخت کې شوي چې د پوځ نوي سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د تېرې میاشتې په ۲۹م نېټه د پوځ مشري سمبال کړې ده.
جنرال راحیل شریف په ۲۹ نومبر د خپلې چوکۍ څخه ریټائرډ شوی ؤ او جنرال قمر باجوه د پوځ ۱۶م سرلښکر جوړ شوی دی.