لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په سعودي عرب د ځينو وسلو نه خرڅولو پرېکړه کړې


د بشري حقونو سازمانونو دا هم ویلي د سعودي په مشرۍ اتحاد روغتونونو، کارخانو، بازارونو او سکولونو باندې بریدونه دوامداره ساتلي
د بشري حقونو سازمانونو دا هم ویلي د سعودي په مشرۍ اتحاد روغتونونو، کارخانو، بازارونو او سکولونو باندې بریدونه دوامداره ساتلي

یو امریکايي چارواکي ویلي امریکا به په سعودي عرب د ځینو نوؤ وسلو خرڅول بند کړي، او علت يې د یمن په کورنو جګړو کې د سعودي عرب د پوځي هلوځلو باندې اندېښنه ویل شوې ده، د کوم له سببه چې په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

چارواکي ویلي د صدر باراک اوباما انتظاميې سعودي عرب باندې د هوا نه هدف جوړؤنکې تر ټولو نوې وسلې خرڅ بند کړی دی، سعودي د امریکا مهم ائتلافي دی.

چارواکي ویلي (دا د هغه اندېښنې نېغ په نېغه څرګندونه ده کومه چې د سعودي عرب په اړوند ده او د کوم له سببه چې ملکي وګړي وژل شوي دي).

د نوؤ وسلو د خرڅولو د بندېز نه علاوه د سعودي عرب فضائي ځواک ته به د هدف په کره توګه په نخښه کولو روزنه ورکړی کيږي او دغه کار د اوباما انتظاميې دپاره تل د اندېښنې سبب جوړ ګرځېدلی دی.

د دغه پرېکړې له امله د امریکا او سعودي عرب اړیکې نورې تاؤژنې کېدی شي، دا په داسې وخت کې چې نوی منتخب شوی صدر ډونلډټرمپ د امریکا حکومت سمبالوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د اګست په میاشت کې ویلي ؤ، چې د مارچ ۲۰۱۵م نه تراوسه پورې یمن د ۳۸۰۰ ملکي وګړو په وژنو کې د ۶۰ فیصده زمه وارد سعودي په مشرۍ اتحاد دی.

د بشري حقونو دپاره کارکوؤنکو ځينې نورو ادارو د امریکا لخوا د سعودي عرب په جنګ کې ملاتړ، سعودي عرب باندې وسلې خرڅول او د سعودي عرب په مشرۍ د اتحاد جنګي الوتکو ته د تيلو په ورکولو په امریکا نیوکې هم کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونو دا هم ویلي د سعودي په مشرۍ اتحاد روغتونونو، کارخانو، بازارونو او سکولونو باندې بریدونه دوامداره ساتلي او دا په جنګي جرمونو کې راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG