لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" پاکستان څخه ستنيدونکي افغان ماشومان دکم عمرۍ واده او مشقت خطرې سره مخ دي"


 دسيو دي چلډرن ډلې لخوا دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې پاکستان څخه دراستنيدونکو افغان کډوالو په اړه شوې دغه سروى کې دماشومانو دحيرانونکي بحران انکشاف شويدى.
دسيو دي چلډرن ډلې لخوا دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې پاکستان څخه دراستنيدونکو افغان کډوالو په اړه شوې دغه سروى کې دماشومانو دحيرانونکي بحران انکشاف شويدى.

خبري ادارې اى پي پخپل يو راپور کې دشورو په ورځ دجاري شوې يوې سروى په اړه ويلي دي دپاکستان څخه افغانستان ته دستنيدونکو افغان کډوالو دکورنو هاغه ماشومان سکولونه ته نه ځي، تر تعليم رسد نه لري او دکم عمرۍ د ودونو او مشقت سره مخ دي.

دسيو دي چلډرن ډلې لخوا دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې پاکستان څخه دراستنيدونکو افغان کډوالو په اړه شوې دغه سروى کې دماشومانو دحيرانونکي بحران انکشاف شويدى.

سروى کې خبرىدارى ورکړى شوى چې وضعيت ځکه نور خرابيدى شي چې دپاکستان څخه د روزانه په اساس ددرې نيمو زرو څخه زيات افغانان راستنيږي،افغانستان ته دافغان کډوالو دستنيدو عمل کې دغه چټکتيا وروستو له هغې راغله چې اسلام اباد هيواد کې دغيراندراج شوو افغان کډوالو په ضد قواعد او ضوابط سخت کړل.
سږکال تر دې مهاله پاکستان څخه شپږ نيم لکه افغان کډوال ستانه شويدي چې پکې زياتره ديخنۍ دموسم تر ختميدو ننګرهار کې داوسيدو منصوبه بندي کوي، راتلونکو څو مياشتو کې پاکستان څخه دزرګونو نورو افغان کډوالو دويستو توقعو هم ده.

دغه سروى کې د٣٧٩ کسانو مرکې شاملې دي کومې چې دسيو دي چلډرن لخوا داکتوبر د٢٨مې څخه دنومبر اتمې نيټې پورې دننګرهار په پينحوو ولسواليو کې ترسره شويدي.

راستنيدونکو افغان کډوالو کې زياتره پيسې نه لري او ددې ترڅنګ هغوي سره څه رقم دستاويزات او دپيژندګلو پاڼې هم نه لري.

سروى کې په ډاګه شوې ده چې غربت ځپلي موروپلار اکثره دا ترټولو غوره لار ګڼي چې دخپلو بچو واده وکړي يا يې دکار ځايې ته وليږي.

کابل کې دسيو دي چلډرن يو صلاح کار بحيرالله ويار ويلي دي هغوي دهاغو خطرو په اړه انديښنه لري چې ماشومانو ته پېښې دي.

هغه ويلي دي که چرې ماشومان او په ځانګړې توګه جينکۍ تعليم پورې رسد نه لري نو ددې سره هغوي دکمعمرۍ دودونو ګواښ سره مخ کيږي.

دجون په مياشت کې دپاکستان حکومت هيواد کې دميشتوو افغان کډوالو داوسيدو موده کې پراختيا راوستې وه، کابل که هر څو ددغه پريکړې هرکلى کړى خو دافغانستان دمهاجرينو دچارو وزير سيد حسين عليمي ويلي دي هغه غواړي دغه نيټه دکال ٢٠١٧م ددسمبر پورې مياشتې پورې وغځولى شي.

هغه ويلي دي چې پاکستاني پوليس کډوال چيړي او زياته کړې يې ده چې هرکله نوى مهلت ختميږي نو اسلام اباد دې افغان کډوال په زوره نه وباسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG