لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا به دشمالي وزيرستان ډيم لپاره ٨١ ملينه ډالر مرسته ورکوي


 دامريکايي سفارتخانې څخه دجاري شوي بيان ترمخه سفير ډيوډ هيل او دپاکستان داوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف هم دغه دستوره کې ګډون کړى دى.
دامريکايي سفارتخانې څخه دجاري شوي بيان ترمخه سفير ډيوډ هيل او دپاکستان داوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف هم دغه دستوره کې ګډون کړى دى.

امريکا دترهه ګرۍ څخه داغيزمنې پاکستان قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې دکرم تنګي ټيم دمنصوبې لمړي پړاؤ لپاره داتوو کروړو او لسو لکو ډالرو ورکولو اعلان کړى دى.

دې لړ کې دنړيوالو مرستو دامريکايي ادارې( يو ايس ايډ) او پاکستان دپاکستان داوبو او بجلۍ ادارې واپډا ترمينځ په يو دستاويز لاسليک دشورو په ورځ شوى دکوم لاندې چې به امريکا دپاکستان داوبو او بجلۍ ادارې واپډا ته ٨١ ملينه ډالر مالي مرسته ورکوي.

دامريکايي سفارتخانې څخه دجاري شوي بيان ترمخه سفير ډيوډ هيل او دپاکستان داوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف هم دغه دستوره کې ګډون کړى دى.

امريکايي سفير ډيوډ هيل ويلي دي دامريکا او پاکستان ترمينځ دانرژۍ څانګه کې دمرستې يو اوږدتاريخ دى او په کوم نوي تړون چې لاسليک شوى دې سره دپاکستان دانرژۍ ضرورتونو پوره کيدو او دلکونو پاکستانيانو ژوند کې دښه والي ګډو ګامونو ته وده ترلاسه کيږي.

ددغه تړون لاندې به دکرم تنګي ډيم دجوړولو لمړي پړاو کې دکيتو بند جوړولو لپاره پيسې ورکولى شي.

دسفارت خانې ترمخه دکرم تنګي ډيم دمنصوبې دلمړي پړاو دجوړولو سره به دشپاړسو ايکړو نه زياته دکرکيلې ځمکه خړوب کيدى شي او ورسره به اتلس زره ميګاواټه بجلي پيدا کيږي.

دخواجه اصف ترمخه دغه منصوبې سره به شمالي وزيرستان او خېبرپښتونخوا کې ټولنيز او اقتصادي پرمختګ سيوا شي.

جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ غړي محمد جمال الدين امريکا غږ سره خبرو کې ويلي دي دکرم تنګي ډيم جوړيدو څخه وروستو به نه يواځې دا چې زياته شاړه زمکه به زرخيزه شي بلکې دې سره به دروزګار موقعې هم پيدا کيږي.

دقومي اسمبلۍ غړي محمدجمال الدين وويل ددغه رقم منصوبو سره به قبايلي سيمو کې دترهه ګرۍ دخاتمې هڅو کې هم مرسته کيږي.

دکرم تنګي ډيم منصوبې دلمړي پړاو لاندې به په دريايى کيتو بند، شيرټالا او اسپيراګا نهرونو، دوه بجلي ګهرونه، يو ټرانسميشن لا ين، تعميراتي او اپريشنل اسټاف لپاره داوسيدو داسانتياوو ترڅنګ دډيم جوړولو او ددې دچلولو هلو ځلو لپاره ديو دفتر جوړولو کې دمرستې په غرض به واپډا ته پيسې ورکولى شي.

په ډاګه دې وي چې دکال ٢٠٠٩م څخه تراوسه امريکايي حکومت دپاکستان دبجلۍ دڅانګې پرمختګ لپاره درې پنځوسو اربو روپو نه زياته سرمايه کاري کړې ده چې ورڅخه دوه کروړه او اتيا لکو پاکستانيانو ګټه پورته کړې او دپاکستان په ملي ګرډ سټيشن کې ورسره ددوو زرو او څلورو سوو ميګاواټو څخه دزياتې بجلۍ اضافه هم شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG