لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولادي ميرپوتن د٢٠١٦م ترټولو طاقتور شخصيت دى،فوربس ميګزين


فوربس ويلي دي ٦٤ شپيته کلن روسي ولسمشر پرله پسې هاغه څه ترلاسه کوي  کوم چې هغه غواړي او اوسنو کلونو کې دهغه نړيوال رسد کې ډاګيزه اضافه شوې ده.
فوربس ويلي دي ٦٤ شپيته کلن روسي ولسمشر پرله پسې هاغه څه ترلاسه کوي  کوم چې هغه غواړي او اوسنو کلونو کې دهغه نړيوال رسد کې ډاګيزه اضافه شوې ده.

دروس ولسمشر ولادي مير پوتن فوربس ميګزين پرله پسې په څلورم کال ٢٠١٦م کې دنړۍ ترټولو طاقتور شخصيت ګرځولى دى.

دامريکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه درجه بندۍ کې په دوهم نمبر دى.

دکاروبار په اړه جريدې ليکلي دي دروس ولسمشر دخپل هيواد داثرورسوخ دايره دنړۍ هر ګُټ پورې غځولې ده.

فوربس ويلي دي ٦٤ شپيته کلن روسي ولسمشر پرله پسې هاغه څه ترلاسه کوي کوم چې هغه غواړي او اوسنو کلونو کې دهغه نړيوال رسد کې ډاګيزه اضافه شوې ده.

په داسې وخت کې چې ښاغلي پوتن خپل دغه اعزاز برقراره ساتلى،منتخب امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه فهرست کې په ډاګيزه توګه مخ په وړاندې تللى او دتيرکال دخپل نمبر ٧٢ څخه سږکال هغه دوهم نمبر ته راغلى دى.

دجرمني چانسلره اينګلا مرکل دجريدې دطاقتورو شخصياتو درجه بندۍ کې په دريم نمبر ده،همدغه راز دچين ولسمشر شي جنګپنګ په څلورم او پوپ فرانسس په پينځم نمبر دى.

دولسمشر براک اوباما دعهدې موده دراتلونکي کال په ٢٠مه جنورۍ ختميږي، سږکال هغه دغه درجه بندۍ کې په ٤٨م نمبر دى، تيرکال هغه دغه فهرست کې په دوهمه درجه و.

فوبزميګزين کې دنړۍ دطاقتورو شخصياتو فهرست کې دهند وزيراعظم نريندر مودي ته په نهم نمبر ځايې ورکړى شويدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG