لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طارق فاطمي وايي دډاکټر شکيل افريدي معاملې هواري لپاره چمتو دي


 دامريکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې طارق فاطمي وويل دپاکستاني قوانينو لاندې په ډاکټر شکيل افريدي مجرمانه هلو ځلو کې دککړتيا او پاکستاني سيمه کې دجرمونو کولو تور لګول شويدى.
دامريکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې طارق فاطمي وويل دپاکستاني قوانينو لاندې په ډاکټر شکيل افريدي مجرمانه هلو ځلو کې دککړتيا او پاکستاني سيمه کې دجرمونو کولو تور لګول شويدى.

دپاکستاني وزيراعظم نوازريف دخارجه چارو ځانګړي مرستيال طارق فاطمي ويلي دي پاکستان دډاکټر شکيل افريدي دمعاملې هواري او دمخکې تللو لارو لټولو ته چمتو دى.

شکيل افريدى هاغه پاکستانى ډاکټر دى امريکايي سي ايي اى سره دمرستې کولو په غرض يې په کال ٢٠١١م کې دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن دموجودګۍ ثابتولو لپاره سيمه کې دويکسينيشن جعلي مهم چلولى و.

دامريکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې طارق فاطمي وويل دپاکستاني قوانينو لاندې په ډاکټر شکيل افريدي مجرمانه هلو ځلو کې دککړتيا او پاکستاني سيمه کې دجرمونو کولو تور لګول شويدى.

دهغه په قول ډاکتر شکيل افريدي پاکستان کې دروغتيا په اړه پروګرامونو او دويکسينيشن پروګرام ته زيان رسولى.

طارق فاطمي وويل هغه سره ذاتي دښمني نه لري او دغه معامله دعدالتونو په وړاندې ده، دهغه په قول پاکستان کې عدالتونه ازاد دي او انتظاميه دهغوي کار کې مداخله نه کوي.

دهغه وينا وه پاکستان افغانستان کې امن ته ليواله دى او غواړي چې دغلته ترهه ګري ختمه شي ځکه پاکستان کې امن هاغه وخت راتلى شي کله چې افغانستان کې امن وي.

هغه وويل يو باثباته او پرامنه افغانستان دهغوي دمعاشي پرمختګ لپاره ضروري دى ځکه دمينځنۍ اسيا رياستونو څخه به دبجلۍ او تيلو درامدات هاغه وخت ممکن کيږي کله چې افغانستان کې امن پځايې وي، دهغه وينا وه ختيزې اروپا پورې دبرامداتو او درامداتو انحصار هم افغانستان کې دامنيت ټينګښت سره دى..

دپاکستان او افغانستان دچارواکو لخوا په يو بل دترهه ګرۍ دملاتړ کولو دتورونو له امله داسلام اباد او کابل اړيکې اوسنو مياشتو کې تاؤژنې شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تور لګوي دپاکستان خفيه ايجنسۍ په پټه افغانستان کې دطالبانو دياغيتوب ملاتړ کوي او هغوي ته دپولې پورې غاړه دخپلې خاورې دکاورولو اجازه ورکوي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او په افغان چارواکو تور لګوي چې هغوي پخپله خاوره پاکستان ضد جنګيالو ته پناه ورکوي.

پاکستان په اوسنو مياشتو کې په ملينونو غيراندراجه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې ورسره اړيکې نورې هم تاوژنې شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG