دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه دنورو ديارلسو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى دى.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه دپوځ سرلښکر چې دکومو ١٣و سخت دريځو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى هغوي د٣٢٥ کسانو وژنه کې ککړ وؤ.
دپوځ دمشرۍ سمبالولو څخه راپديخوا دا دوهم ځل چې جنرال باجوه دترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى دى.
په دغو ١٣و ترهه ګرو هاغو ځانګړو پوځي محکمو کې مقدمې چليدلي چې دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول ٢٠١٤م کې دترهه ګريز بريدڅخه وروستو جوړ کړى شوي وؤ.
دايي ايس پي ار وينا ده چې دغه ترهه ګر د ولسي وګړو، قانون نافذونکو ادارو او وسله والو پوځونو دچارواکو په وژلو کې ککړ وؤ.
دپوځ سرلښکر ددغو ديارلسو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى په داسې ورځ کړى چې پاکستان کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دبريد نن دوه کاله پوره شويدي، دغه بريد کې خواوشا ١٥٠ طالب علمان او استاذان وژل شوي وؤ اؤ ذمه واري يې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان قبوله کړې وه.
دايي ايس پي ار وينا ده چې مشکوک ترهه ګر په باچاخان يونيورسټۍ دبريد منصوبه بندۍ او ترسره کولو، په پيريډ لا ين جومات، ميريټ هوټل او ورلډ ويژن اين جي او ددفتر ترڅنګ ناوګۍ او بونير کې په تعليمي ادارو بريدونو کې هم ککړ وؤ.
دايي ايس پي ار وينا ده چې دغه کسان ددرې سوه شپږ شپيتوو کسانو ژوبل کولو کې هم ککړ و، دهغوي دقبضې څخه چاوديدونکي مواد هم ترلاسه شوي وؤ.
ددسبر په پينځمه نيټه هم جنرال باجوه دڅلورو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى و.
پېښور کې په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ١٥٠ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.
پاکستان کې ددغو پوځي عدالتونو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو دډلو له لوري نيوکې شوې وې ، دبشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.