لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش نه اخستل شوو سیمو کې افغانان امنیتي ځواکونو کې شامليږي


پچيراګام کې په سلګونو ځايي کسان د ملي امنیتي ځواکونو سره یو ځای کېدل شورو شوي چې داعش بیرته دغو سیمو ته رانشي.
پچيراګام کې په سلګونو ځايي کسان د ملي امنیتي ځواکونو سره یو ځای کېدل شورو شوي چې داعش بیرته دغو سیمو ته رانشي.

د افغانستان د ختیځې صوبې ننګرهار ځايي چارواکو ویلي هغه سیمې او کلي چې د داعش د ولقې نه بیرته اخستل شوي د دغو علاقو وګړي په افغان ملي اردو او پولیس کې شاملېدل پېل شوي دي.

افغان ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ (ضلعې) نه د داعش وسله وال ویستي او د هغې وروستو په سلګونو ځايي کسان د ملي امنیتي ځواکونو سره یو ځای کېدل شورو شوي چې داعش بیرته دغو سیمو ته رانشي.

د ننګرهار د ګورنر ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي وړاندې به ځايي خلک د داعش په ضد راپاسېدل ولې اوس ورله حکومت وسلې ورکړې.

خوګیاڼي وایس اف امریکا ته ویلي (دا ۵۰۰ کسان به په راتلونکو ورځو کې د افغان ملي ځواکونو سره یو ځای جنګيږي).

د نوموړي په وینا نوي ګمارل شوي کسان به پاکستان سره په پوله پرتو هغو پوستو باندې ځای په ځای کولی شي چرته چې زیاته خطره وي.

د ننګرهار پولیس ویاند حضرت حسېن مشرقوال وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي، دا کلیوال به مرحله وار صوبايي پولیس کې شامل کړی شي او زیاته کړې يې ده په دوي کې ځينې د غټې وسلې غوښتنه کوي او هیله ده د مرکزي حکومت د امنیت اړونده ادارو لخوا ورته ورکړی شي.

د چارواکو په وینا د داعش وسله والو د تېرې میاشتې په وړومبو کې پيچراګام ضلع باندې برید کړی یو شمېر کورونه يې وران کړي او ۷۰ کسان يې نیولي وو چې پکې اوس هم لا ۶۳ د داعش د وسله والو په ولقه کې دي.

پچيراګام ته د داعش راتګ د اوږدې مودې نه د جګړو سره مخ هېواد کې نوی باب دی ، دا ضلعه د ۱۹۸۰م په لیسزه کې د سویت یونین په ضد د جنګیالو قوي مرکز پاتې شوې ولې په کال ۲۰۰۱م کې د القاعده او طالبانو په ضد امریکايي ځواکونو دغلته درانه هوايي بریدونه کړي وو. تورا بورا هم په دغه ضلع کې موقعیت لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG