د امریکا خارجه وزیر جان کېري د اتوار په ورځ د سعودي عرب باچا شاه سلمان سره لیدلي دي، ویل کيږي دا به د نوموړي د امریکا د لوړپوړي سفارتکار په توګه د سعودي عرب وروستی سفر وي.
کېري د سعودي عرب باچا او شاهي کورنۍ د نورو غړو سره په پلازمینه ریاض کې لیدلي دي.
د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې ویلي دواړو مشرانو د سیمې په اړه خبرې اترې کړي دي.
له دې وړاندې د امریکې خارجه محکمې ویلي ؤ جان کېري به دیمن د جګړې او د دغه شخړې د ختمولو په لړ کې د ځنډ ښکار هڅو په اړه هم خبرې کوي.
د یمن جګړه هغه وخت پېل شوه چې کله د کال ۲۰۱۴م د ستمبر په میاشت کې شیعه یاغیانو او د هغوي ائتلافیانو د یمن پلازمینه صنعا په خپله ولقه کې واخسته.
د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد چې زیاتره پکې خلیجي هېوادونه شامل دي په مارچ ۲۰۱۵م کې د یاغیانو په ضد عملیات پېل کړي چې زیاتره یې هوايي بریدونه دي.
په دغو بریدونو کې عام ملکي خلک هم وژل شوي د کوم له سببه چې د اوباما انتظامیې د ځینې وسلو په خرڅ بندېز هم لګولی دی.